له چڼو دال جوړېږي

د ګران افغانستان کرنيز ډ‌ګر کې نخود او ماش (مۍ) یو له مهمو محصولاتو شمېرل کېږي، چې هرات، بادغیس، بدخشان، پلخمري، هلمند او فراه ولایتونو کې په لویه کچه کرل کېږي او حاصل ترې ترلاسه کېږي، چې د هېواد د کرنیز ډګر بساېنه کې خورا مهم رول لري.

ماش (مۍ) او نخود شپږ میاشتنی کرنيز بهیر لري، په بې پولې مېداني یا هواره ځمکه يې کښت ترسره کېږي، له خاورو او خشاکو ډک ماش او نخود په ځانګړي توګه پاکېږي، د ځانګړي پروسس له لارې یې ماته، کمزورې او پوره دانه سره جلا او په څو برخو وېشل کیږي، چې پاېله کې له يو ځانګړي پروسس وروسته دال ورڅخه جوړېږي.

سيد پوپل د خوراکي توکو پروسس شرکت د هېواد سهېل لویديځ سيمې کندهار ولایت کې د خوراکي توکو د توليد یواځینی سوداګريز شرکت دی، چې له (۲۰۱۳) زېږديز کال راهيسې د پياوړو او سترو ماشينونو په مرسته د ښوراندام صنعتي پارک کې هيوادوالو ته په لوړ کېفيت او ټيټه بيېه خوراکي توکي پروسېس او وړاندې کوي، چې له يوې ځانګړې تګلارې وروسته له نخودو ماش (مۍ) او له مټرو دال جوړوي، د دې ترڅنګ د رېحان، زيرې او نورو ګڼ شمېر کرنيزو تخمونو پاکول په معياري توګه هم ترسره کوي، چي د لوړ کېفيت درلودلو له امله د هېواد ګڼو سيمو کې د خوراک لپاره کارول کیږي او له هېواده بهر نړېوال بازار ته هم لېږدول کیږي.

ياد سوداګریز شرکت د خپلې دې سوداګرۍ په پېل کې د ګڼو بېلابېلو ستونزو سره مخ ؤ، چې له امله به يې سوداګري تل زیانمنه وه، ډېری سوداګريزې اړتياوې يې له هېواده بهر پوره کولې او نه يې شو کولی چې د خپلو ټولو توليداتو ټول معياري بهیرونه د هېواد دننه ترسره کړي، ډېری خوراکي توکي يې د غېر معياري والي او ډېرو ماتېدو له امله په ډېره ټيټه بيېه پلورل او يا له منځه تلل لکه دې شرکت د غېر منظم پروسېس له امله يو کيلو مات شوي او کمزوري شوي نخود د نولس (۱۹) افغانېو په بدل کې پلورل، لامل يې دا وه چې د اسانتياوو او امکاناتو د نشتون له امله د ياد ځانګړي پروسس په موخه ګاونډي هېواد پاکستان ته لېږدول کېدل او له دې ځانګړي پروسېس ورسته بېرته افغانستان ته راوړل کېدل، چې دې کار سره له يوې خوا د خوراکي توکو په بيېو کې لوړوالی راتللو، بل لوري ته به تل مات شوي خوراکي توکي له معياري پروسېس پاتې کېدل او په ډېره ټيټه بيېه به د ضايعاتو او کمزورې دانې په توګه پلورل کېدل، له نېکمرغه اوس چې ياده ځانګړې پروسه او پروسېس د هېواد دننه او د دوی خپلې کارخونې کې په منظمه، معياري او په خپل وخت ترسره کېږي، د خوراکي توکو د پروسېس په بهير کې د خوراکي توکو له بېځایه منځه تللو او ماتېدلو برخه کې ټيټوالی راغلی دی، د پروسېس په بهیر کې د ضايعاتو مخه نيول شوې او د ګټې اخېستنې له امله د ماتو شوېو دانو په بيېه کې له نولس (۱۹) تر نوي (۹۰) افغانېو لوړوالی راغلی دی، اوس د یادو خوراکي توکو په کېفیت، کمیت او بیېو کې څو چنده زیاتوالی ترسترګو کېږي او د دې سره سره  ټول پروسېس يې د صندوق د اسلامي مالي تمويل په ملاتړ هېواد کې دننه ترسره کېږي او په کورني او نړېوالو بازارونو کې د پلور په موخه وړاندې کېږي. اوسمهال د کرنيزې پرمختيا صندوق د مالي تمويل پر بنسټ سید پوپل سوداګریز شرکت په يو ساعت کې د درې ټنو يادو خوراکي توکو د پروسس وړتيا لري او کولی شي د هېواد دننه يې خپله کار خونه کې پروسس کړي.

سيد پوپل سوداګریز شرکت تر هغه وروسته له ډېری ستونزو خلاص شو او لا ښه پرمختګ يې وکړو کله چې يې د کرنيزي پرمختیا صندوق څخه اسلامي مالي تمويل ترلاسه کړو، دوی د ياد تمويل په مرسته او له ترلاسه کولو وروسته ډېر په اسانۍ سره وکولی شول چې افغان بزګرانو څخه اړونده خام کرنيز توکي د بازار په پرتله په لوړه او ښه بيېه وپېري او د ځانګړي پروسېس او پاکونې وروسته يې سيمه اييزو او نړېوالو بازارونو ته د پلورلو په موخه صادر کړي.

د کرنيزي پرمختيا صندوق د سيد پوپل د خوراکي توکو شرکت سره د اسلامي مالي تمويل او مرستو سربېره تخنيکي او مسلکي مرستي هم ترسره کړي، چې له امله يې ياد شرکت سوداګرۍ کې خورا پراخوالی، لوړوالی او ښه والی ترلاسه کړی دی، اوس مهال سيد پوپل سوداګریز شرکت د کرنیزي پرمختیا صندوق په مالي تمویل او مرسته کولی شي، چې د یو ساعت په بهير کي درې ټنه خوراکي توکي پروسېس کړي. چې د دې سره هغه ماش (مۍ) او نخودو هم ښه بازار پېدا کړی دی، چې مخکې به ضايع کېدل او يا به هم له منځه تلل.

سيد پوپل د خوراکي توکو پروسس مسؤلين د کرنيزي پرمختيا صندوق د مالي او تخنيکي مرستو په اړه خپلې څرګندونې داسې وړاندې کوي:

(د کرنیزي پرمختیا صندوق مرستې د کرنیزو متشبثینو سره د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ په لور یو ستر او غوره ګام دی، زمونږه سوداګرۍ کې د بېساري پرمختګ او پراختيا لامل د کرنيزي پرمختيا صندوق مالي او تخنکي مرستې دي، چې ځان او هېوادوالو ته يې د نه هېرېدونکو چوپړتياوو او اسانتياوو وړاندې کول ګڼو، له صندوق او له کارکوونکو يې د زړه له تله مننه کوو، مرستې به يې تل زمونږ زړونو کې وي او د يو زرخېز او پرمختللي افغانستان لپاره به لا لار هواره کړي).

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*