د عزیزی بانک عمومي رئیس خان الله یوسفزي د دغه بانک د شل کلن فعالیت او لاسته راوړنو د کلیزې په مناسبت، د یوې ښې همکارې ادارې په توګه د کرنیزې پرمختیا صندوق څخه د قدردانۍ په موخه، د یاد صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري ته ستاینلیک ورکړ.
د عزیزی بانک عمومي رئیس په داسې حال کې چې د دواړو لورو مدیره پلاوي هم حاضر وو، د کرنیزې پرمختیا صندوق له فعالیتونو او له عزیزی بانک سره د دوامدارې همکارۍ له امله قدرداني وکړه.
په ورته وخت کې، د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري د عزیزی بانک له مشرتابه څخه د یادې قدردانۍ له امله مننه وکړه. نوموړي د دواړو ادارو ترمنځ د مالي خدمتونو د پراختیا، د هېواد د اقتصادي ودې او پیاوړتیا په برخه کې د ګډو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ او د متقابلو همکاریو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړه.
همداراز، په دې ناسته کې تر دې دمه د دواړو ادارو له لوري د ترسره شویو ګډو فعالیتونو د لا اغېزمنتیا او پراختیا په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.
عزیزي بانک په افغانستان کې یو له ترټولو لویو او مخکښو خصوصي بانکونو څخه دی چې په ۲۰۰۶ کال کې تاسیس شو. دا بانک په ټول هېواد کې پراخې څانګې لري او په پرمختللو بانکي خدمتونو او د ټولګټو اغیزمنو پروژو په پلی کولو سره یې په کور دننه د پام وړ اعتبار ترلاسه کړی دی.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
