د کرنې او مالدارۍ په لومړني نړۍوال نندارتون کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د مشرتابه ګډون

افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کروندې تر بازاره» تر لیک لاندې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مو.لو.ي عطاءالله عمر.ي، د ا.سلامي اما.ر.ت د چارواکو، خصوصي سکتور او د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون په کابل کې پرانیستل شو.


د کرنې وزیر دغه نندارتون د کرنیزو او مالدارۍ وړتیاوو د پېژندنې، پانګونې د جلب، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې، د نوې ټکنالوژۍ د لېږد او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ارزښتناک ګام او فرصت وباله.


د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس، انجنیر عبدالغفور غفاري هم د صندوق د کرنیزې سوداګرۍ پراختیا رئیس عزالدین سعید او د اړیکو او بازارموندنې څانګې له مسئولینو په ملتیا په دغه نندارتون کې ګډون وکړ.


دغه نندارتون د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د کورنیو او کرنیزو تولیداتو د ملاتړ، د سوداګریزو او پانګونې فرصتونو د پېژندلو، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارې، د نوې ټکنالوژۍ د لېږد، د پوهې د تبادلې او د ملي او نړیوالو بازارونو د پېژندنې په موخه جوړ شوی دی.


د کرنیزې پرمختیا صندوق مشرتابه او چارواکو د نندارتون له بېلابېلو غرفو څخه د لیدنې پر مهال له کروندګرو، تولیدوونکو، سوداګرو او د کرنې د ارزښت زنځیر له نورو فعالانو سره خبرې وکړې او د صندوق د مالي محصولاتو او خدمتونو، په ځانګړي ډول د اسلامي تمویلاتو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.


د صندوق مسئولانو همداراز څرګنده کړه چې صندوق چمتو دی، څو د اسلامي تمویلاتو له لارې بزګرانو، تولیدوونکو، سوداګرو او د کرنې د ارزښت زنځیر نورو فعالانو ته د هغوی د اړتیاوو مطابق مناسب او آسانه تمویل برابر کړي او د کرنیزو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په برخه کې به ورسره همکاري وکړي.


د مسئولانو په وینا، په دغه نندارتون کې د افغانستان ترڅنګ د ازبکستان، روسیې، ایران، ترکیې او هند سوداګرو او شرکتونو هم ګډون کړی دی او په ۵۰۰ غرفو کې د کرنې، مالدارۍ، کرنیزو محصولاتو، کرنیزو ماشینونو، پروسس او بسته‌بندۍ اړوند محصولات، وسایل او ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندې شوي دي چې شپږ ورځې په دوام ولري.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*