د خوشه شرکت څخه د کرنیزې پرمختیا صندوق پلاوي لیدنه

د کرنیزې پرمختیا صندوق پلاوي د دغه صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ په داسې حال کې چې د سوداګریزې پراختیا رئیس عزالدین سعید او د صندوق د شمال زون سیمه‌ییز دفتر مسؤل او یو شمېر کارکوونکې هم ورسره مل وو، د بلخ ولایت مزارشریف ښار د دښت شادیان په صنعتي پارکونو کې د خوشه په نوم د وچو او تازه مېوو د پروسس او بسته‌بندۍ له شرکت څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال، پلاوي د شرکت د تولید، پروسس، بسته‌بندۍ او محصولاتو د ساتنې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د شرکت د کاري وړتیاوو، فعالیتونو د بهیر او د فعالیتونو د پراختیا او پراخولو په اړه یې اړین معلومات ترلاسه کړل.

همدارنګه، د لیدنې پر مهال د کرنیزو محصولاتو د معیاري پروسس او بسته‌بندۍ، کورنیو تولیداتو ته د ارزښت د زیاتولو، د محصولاتو د ضایعاتو د کمولو او د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې لپاره د مناسبو شرایطو د برابرولو پر اهمیت ټینګار وشو.

د خوشه شرکت مسؤولینو د شرکت د فعالیتونو په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو ترڅنګ، د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي تمویل رول د خپلو فعالیتونو په پراختیا او پراخېدو کې اغېزمن وباله او د کرنیزو محصولاتو د پروسس، بسته‌بندۍ او ساتنې د وړتیاوو د پراختیا په برخه کې یې د لا زیاتو مالي او تخنیکي همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري د شرکت د مسؤولینو د ستونزو او اړتیاوو له اورېدو وروسته، د شته امکاناتو او پالیسیو په چوکاټ کې یې د صندوق د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*