د کرنیزې پرمختیا صندوق او د حاصل وړو تمویلونو مؤسسې نوې اداري ودانۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د کابل په بادامباغ کې پرانیستل شوه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه نوې ودانۍ د ۷۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت، په ۲۴۰۰ متره مربع مساحت کې د ښارجوړونې وزارت د طرحې او ډیزاین له مخې جوړه شوې ده، چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري فعالیتونو د پراختیا او د مالي خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مو.لوي عطاءالله عمري د دغه صندوق د فعالیتونو پراختیا مهمه وبلله او ویې ویل، چې د دغه بنسټ پیاوړتیا به خلکو او د کرنې او مالدارۍ سکټور ته د لا ډېرو او غوره مالي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
دغه راز د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي اما.رت له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه د اسلامي مالي معاملاتو له لارې شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو، کوپراتیفونو، پروسس کوونکو، د کرنیزو محصولاتو تولیدوونکو، سوداګرو او نورو کرنیزو متشبثینو ته اسلامي تمویل برابر شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د دغه صندوق له اسلامي تمویلاتو څخه برخمن شوي او د کاري بوختیاوو زمینه یې برابره کړې ده.
په همدې حال کې، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر د اسلامي تمویلاتو په برخه کې د فعالو بنسټونو د همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه بودیجه د بهرنیو مرسته کوونکو له لوري تمویلېده، خو اوس د هېواد ملي بودیجه د اسلامي اما.رت له لوري له کورنیو عوایدو څخه تأمینېږي.
ورپسې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې د بهرنیو اړیکو رئیس الحاج امید حیدري هم د خصوصي سکتور په استازيتوب د صندوق لخوا د مالي آسانتیاوو او کرنیز سکتور د وې او پراختیا کې د اغيزو په هکله وینا وکړه.
د مراسمو په پای کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه له لوري د کرنیزې پرمختیا صندوق د نوې اداري ودانۍ ترڅنګ د یوه جومات د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
ياد مراسم د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د صندوق د اسلامي تمویلاتو د تصویب کمېټې رئیس الحاج مو.لوي صدراعظم عثماني لخوا د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیدل.
د کرنیزې پرمختیا صندوق یو امار.تي غیر بانکي مالي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې د اسلامي تمویل بېلابېلو خدمتونو په وړاندې کولو سره فعالیت کوي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
