د حاصل کوچنیو تمویلاتو مؤسسې ته د دوه سوه او پنځوس میلیونه افغانیو د ورکړې سند لاسلیک شو
په هغه غونډه کې چې د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ او د دغه صندوق د یو شمېر نورو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، بزګرانو او مالدرانو ته د کوچنیو تمویلاتو د وړاندې کولو په موخه د دوه سوه او پنځوس میلیونه افغانیو د ورکړې سند لاسلیک او د یادې غونډې په ترڅ کې د حاصل کوچنیو تمویلاتو مؤسسې رئیس محمد اکبر سروري ته وسپارل شو.
په یاده غونډه کې د کرنیزې پرمختیا صندوق چارواکو ترڅنګ، د حاصل د کوچنیو تمویلاتو مؤسسې یو شمېر مسوؤلینو هم ګډون درلود.
د حاصل د کوچنیو تمویلاتو مؤسسه د کرنیزي پرمختیا صندوق یوه بشپړه فرعي برخه ده، چې د کرنې د ارزښت لرونکې ځنځیرې ټولو برخو ته د کوچنیو تمویلاتو خدمتونه وړاندې کوي. دغه مؤسسه د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په میاشت کې رامنځته شوه او د افغانستان مرکزي بانک څخه یې د فعالیت جواز ترلاسه کړ.
یاده مؤسسه په ځانګړي ډول د کرنې او مالدارۍ کاروبارونو څخه د ملاتړ په موخه د شریعت اصولو سره سم، مالي چوپړوتیاوې وړاندې کوي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته