ننګرهار ولایت ته د کرنیزې پرمختیا صندوق د پلاوي رسمي سفر

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د صندوق د اسلامي تمویلاتو کمېټې مشر مو.لو.ي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ حقوقي سلاکار مو.لو.ي ګل حضرت حماد او د صندوق د مالي چارو رئیس محمدامین شریفي په ګډون ګډ پلاوي ننګرهار ولایت ته رسمي سفر ترسره کړ.

د سفر په ترڅ کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي تمویلاتو کمېټې غونډه جوړه شوه، چې پکې د هیواد څو ولایتونو لپاره د غنمو، کیمیاوي سرو او نورو کرنیزو کاروبارونو د پراختیا په موخه اسلامي تمویل تصویب شو. دا پرېکړه د کرنیزو تولیداتو د پیاوړتیا او د بزګرانو او پانګوالو د ملاتړ په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.

دغه راز، پلاوي د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مو.لو.ي عبدالستار په همغږۍ د ریاست اړوند ځمکو څخه لیدنه وکړه، ترڅو د کرنیزې پرمختیا صندوق لپاره د مستقل اداري دفتر د جوړولو په موخه مناسب ځای وټاکل شي. د لیدنې پر مهال د ځمکې تخنیکي او اداري اړخونه هم وارزول شول، څو په نږدې راتلونکي کې د صندوق لپاره معیاري او مناسب اداري ودانۍ جوړه شي.

همدارنګه، د کرنیزې پرمختیا صندوق او د ننګرهار د کرنې ریاست د مسؤلینو ترمنځ ګډه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د صندوق د فعالیتونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز بحث وشو او د چارو د لا ښه والي لپاره ګټورې مشورې او نظریې شریکې شوې.

دا سفر د کرنیزې پرمختیا صندوق د خدمتونو د پراختیا، د کرنیزو کاروبارونو د اسلامي مالي ملاتړ او په ننګرهار ولایت کې د صندوق د اداري بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام ګڼل کېږي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*