د کرنېزې پرمختیا صندوق د اسلامي تمویلونو د تصویب کمېټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال او د صندوق د اسلامي تمویلونو د تصویب کمېټې رئیس مو.لوي صدراعظم عثماني، په مشرۍ د کرنېزې پرمختیا صندوق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنېزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري، د مالیې وزارت د مالي مرستیالۍ سلاکار، د اسلامي تمویلونو د تصویب کمېټې غړو او د صندوق د مدیره پلاوي غړو هم ګډون کړی و.
په غونډه کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې کرنیزو تشبثاتو ته د مالي خدمتونو د وړاندې کولو او پراختیا په اړه پر مهمو موضوعاتو بحث او هر اړخیزې خبرې وشوې.
له بحثونو او ارزونو وروسته، په هېواد کې د وچو او تازه مېوو او غذایي توکو د پروسس او بستهبندۍ په برخو کې درېیو کرنیزو شرکتونو ته د مرابحې په بڼه اسلامي تمویل تصویب شو.
د کرنېزې پرمختیا صندوق ژمن دی چې د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو او موخیز ملاتړ له لارې، د اقتصادي ودې، د بزګرانو او مالدارانو د پیاوړتیا او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د متشبثینو د ملاتړ او پراختیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
