د کرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا پنځلسمه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د صندوق د عالي شورا رئیس الحاج مو.لو.ي عطاءالله عمري په مشرۍ د یاد وزارت په مقر کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د صندوق د اسلامي تمویلونو د تصویب کمېټې رئیس الحاج مو.لو.ي صدر اعظم عثماني، د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري، د عالي شورا غړو، د کرنې وزارت د دفتر رئیس مفتی عبدالغفور بخاری، د مالیې وزارت د مالي چارو مرستیال سلاکار احمدشاه احمدزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیوي پلاوي رئیس محمد ولي امیني او د صندوق د اجرائیوي پلاوي غړو ګډون کړی و.
په غونډه کې د صندوق د عالي شورا د دیارلسمې او څوارلسمې غونډو د پرېکړو د پلي کېدو بهیر وارزول شو. همدارنګه د پانګونې اړوند موضوعات، ترلاسه شوي پروپوزلونه، د تمویل غوښتنلیکونه، بېلابېلې طرحې او د صندوق اړوند نور مهم موارد په هر اړخیز ډول وڅېړل شول.
د موضوعاتو او وړاندې شویو طرحو تر ارزونې وروسته د پروګرامونو د ښه پلي کېدو او د اسلامي تمویلونو د وړاندې کولو پر دوام ټینګار وشو او اړینې پرېکړې تصویب شوې.
د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا لپاره له بزګرانو، مالدارانو، سوداګرو او متشبثینو څخه ملاتړ کوي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
