د همکاریو د پراختیا په موخه ګډه ناسته

د کرنیزې پرمختیا صندوق د سویل زون مسؤل احمدضیا پوپل او ورسره مل پلاوي د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له رئیس، مو.لو.ي حکمت‌الله منصور او د یاد ریاست له اړوندو مسؤلینو سره د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د فعالیتونو، په ځانګړي ډول د اسلامي تمویل د آسانتیاوو، د مشارکت او مرابحې تمویل د شرایطو او ځانګړتیاوو او د حاصل وړو تمویلاتو موسسې د چوپړتیاوو په اړه خبرې وشوې. همدارنګه، په زابل ولایت کې د صنعتکارانو، متشبثینو او تولیدي کاروبارونو د ملاتړ او د اسلامي تمویل له لارې د هغوی د فعالیتونو د پراختیا پر فرصتونو بحث او د راتلونکو همکاریو په اړه نظرونه شریک شول.

د کرنیزې پرمختیا صندوق د سویل زون مسؤل څرګنده کړه چې صندوق په پام کې لري، ترڅو په زابل ولایت کې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او نورو اړوندو تولیدي برخو کې له فعالو صنعتکارانو او متشبثینو سره د مشارکت او مرابحې مالي محصولاتو پر بنسټ همکاري وکړي او د هغوی لپاره د شریعت له اصولو سره سم مالي آسانتیاوې چمتو کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د صندوق له لوري د اسلامي تمویل برابرول به د تولیدي فعالیتونو د پراختیا، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د کیفیت او ارزښت لوړولو او د زابل ولایت د اقتصادي فعالیتونو د ودې په برخه کې مهم رول ولري.

په پای کې، د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس د کرنیزې پرمختیا صندوق د فعالیتونو او د اسلامي تمویل د آسانتیاوو د برابرولو هرکلی وکړ، د یاد صندوق د همکاریو او فعالیتونو یې ستاینه وکړه او د دواړو ادارو ترمنځ یې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د صندوق دغه ډول اقدامات د زابل ولایت د اقتصادي ودې، د صنعتکارانو او متشبثینو د ملاتړ او د تولیدي فعالیتونو د پراختیا لپاره مهم او اړین ګام وباله.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*