د اسلامي تمویل له لارې د اقتصادي پیاوړتیا او کرنیزو تشبثاتو ملاتړ

د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته د دغه صندوق د عمومي رئیس، انجنیر عبدالغفور غفاري، په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې، چې د ادارې مسئولینو او د کمېټې غړو ګډون کړی و، د کرنیزو تشبثاتو او شرکتونو د فعالیتونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د هېواد په مرکز، شمال او لویدیځ زونونو کې د یو شمېر فعالو کرنیزو شرکتونو لپاره اسلامي تمویل تصویب شو.

یاد شرکتونه د وچو مېوو د پروسس، د پنبې د پروسس، سړو خونو او د چرګانو د خوراکي توکو د تولید په برخو کې فعالیت کوي.

د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي تمویلاتو د اغېزمنو خدمتونو له لارې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې، د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او د دوامدارو کاري فرصتونو د رامنځته کولو ملاتړ ته ژمن دی، او په راتلونکي کې به هم د کرنیزو تشبثاتو د پراختیا او د اسلامي مالي خدمتونو د لا پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*