د امام ابوحنیفه (رح)په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون

د کرنیزې پرمختیا صندوق د تمویلاتو او اړیکو او بازارموندنې څانګو مسئولینو د امام ابوحنیفه(رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.

یاد نندارتون د کورنیو او بهرنیو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو په پراخ حضور دایر شوی، چې شاوخوا ۷۰۰ غرفې پکې شاملې دي.

د صندوق مسئولینو د نندارتون له بېلابېلو غرفو څخه د لیدنې پرمهال، د صندوق د اسلامي مالي محصولاتو او کړنلارو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د معلوماتو پر بنسټ په دې نندارتون کې ۲۱۰ کورنیو شرکتونو او ۱۱۳ بهرنیو شرکتونو په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې خپل محصولات او خدمات نندارې ته وړاندې کړي دي، او له ۵۰۰ څخه زیاتو بهرنیو سوداګرو او پانګوالو هم برخه اخیستې ده.

د دې نندارتون د ترسره کولو موخه د هېواد د تولید او صادراتو وړتیاوو پېژندل، د بهرنۍ پانګونې راجلبول او د افغان سوداګرو او سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول دي، چې د تلې (میزان) میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*