د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس، انجنیر عبدالغفور غفاري او مل پلاوي، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ازبکستان هېواد د بیولوژیکي سرو (Biofertilizer) د تولید او پروسس له کارخونې، د څېړنیز انستیتیوت له لابراتوارونو او همدارنګه د پنبې د پروسس له فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنو پر مهال د پلاوي غړو د یادو تولیدي او څېړنیزو مرکزونو د فعالیتونو، تولید او پروسس بهیر، تخنیکي اسانتیاوو او پرمختللو تجهیزاتو په اړه معلومات ترلاسه کړل. همدارنګه، د کرنې د عصري کولو، د کرنیزو تولیداتو د کیفیت لوړولو، د بیولوژیکي سرو د تولید او د کرنیزو محصولاتو د ارزښت زیاتولو په برخو کې د ازبکستان له تجربو او لاسته راوړنو سره بلد شول.
د څېړنیز انستیتیوت له لابراتوارونو څخه د لیدنې پر مهال د دغه انستیتیوت علمي او څېړنیز فعالیتونه، لابراتواري اسانتیاوې او تخنیکي تجهیزات هم وکتل شول. په همدې تړاو دواړو لورو د کرنیزو څېړنو، د علمي تجربو د تبادلې او د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او په دې برخو کې یې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
