ترکي راغلي پلاوي سره د کرنیزې پرمختیا صندوق د عمومي رئیس لیدنه

د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د متخصصینو له یوه تخنیکي ټیم او د علماوو پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

دغه ټیم چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلی، په هېواد کې د کرنیزو آفتونو او ناروغیو پر وړاندې د مبارزې لپاره یاد صندوق سره به د ګډې همکارۍ او پانګونې له لارې د معیاري درملو د تولید فابریکې د جوړولو امکانات او اړتیاوې وارزوي.

په دې لیدنه کې، چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د کرنیزې سوداګرۍ پراختیا رئیس عزالدین سعید هم حضور درلود، د فابریکې د جوړولو پر تخنیکي او عملي اړخونو خبرې وشوې.

د ترکي متخصصینو د ټیم مشر عرفان کارا د دې ډول فابریکې د جوړولو لپاره د لومړني ګام په توګه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عامو کرنیزو آفتونو او ناروغیو د پېژندنې، تشخیص او سروې پر اهمیت ټینګار وکړ، ترڅو د کروندګرو اړتیاوې او موجودې ستونزې په دقیق ډول مشخصې او د هغو له مخې اغېزمن او معیاري درمل تولید شي.

د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په هېواد کې د یادې فابریکې جوړول مهم ګام وباله او ویې ویل، چې د کرنیزو آفتونو او ناروغیو د مخنیوي لپاره د معیاري درملو کورنی تولید به د کرنیزو محصولاتو د خوندیتوب، د حاصلاتو د کیفیت او کمیت د لوړوالي او د کروندګرو د ستونزو د حل په برخه کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي د دې پروژې د عملي کېدو په برخه کې له ترکي لوري سره د کرنیزې پرمختیا صندوق د ګډې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ. همدارنګه ټینګار وشو، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه د سپارښتنو، د اړوندو ادارو د همکارۍ او د مجربو متخصصینو د تخنیکي نظرونو په رڼا کې به د دې پروژې د عملي کېدو لپاره اړین اقدامات ترسره شي.

په هېواد کې د کرنیزو آفتونو او ناروغیو پر وړاندې د مبارزې د درملو د تولید فابریکې جوړول د کرنیز سکتور د پیاوړتیا، د کورني تولید د ودې، د تخنیکي تجربو د لېږد او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کمیت د لوړولو په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د کرنیزې پرمختیا صندوق د خپلو دوامداره هڅو په ترڅ کې ژمن دی، چې د اسلامي تمویلاتو د برابرولو او د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور له ودې او دوامدار پرمختګ څخه ملاتړ وکړي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*