د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس د لغمان د کرنې له رئیس سره وکتل

د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجینر عبدالغفور غفاري او ورسره مل پلاوي د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مو.لوي سلیمان ایمن سره د دغه ولایت د صندوق د دفتر ودانۍ د جوړولو لپاره د مناسبې ځمکې د انتخاب او انتقال په موخه وکتل.

په دې ناسته کې انجینر غفاري وویل، صندوق غواړي په لغمان کې د خپل دفتر په جوړولو سره بزګرانو، مالدارانو او کرنیزو سوداګرو ته مالي آسانتیاوې برابرې او د کرنې او مالدارۍ سکتور له پراختیا سره مرسته وکړي.

د لغمان د کرنې رئیس د ځمکې د انتخاب او انتقال په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او اړوندو څانګو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

دا چې لغمان د هیواد نورو ولایتونو په څېر د کرنیزو او مالدارۍ  فعالیتو د ترسره کولو لپاره مناسب بستر دی، نو د کرنیزې پرمختیا صندوق په دغه ولایت کې د بزګرانو، مالدارانو او د کرنیزو فعالیتونو د نورو کاروباریانو لپاره د مالي آسانتیاوو په برابرولو سره د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا، د تولیداتو د زیاتوالي او د عایداتو د لوړولو په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*