د مشارکت اسلامي تمویل درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د کرنیزې پرمختیا صندوق او د حاصل وړو تمویلونو مؤسسې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او په کاري چارو کې د مشارکت محصول د لا اغېزمن پلي کولو په موخه، د مشارکت اسلامي تمویل درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.

په دغه روزنیز پروګرام کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د مرکزي او سیمه‌ییزو دفترونو د کارکوونکو ترڅنګ، د حاصل وړو تمویلونو مؤسسې کارکوونکو هم په حضوري او آنلاین بڼه ګډون کړی و.

د روزنې په ترڅ کې د یاد محصول، د هغه د ځانګړتیاوو، د پلي کولو څرنګوالي او په بېلابېلو کاري برخو کې د دغه محصول له لارې مراجعینو ته د اسلامي تمویل د وړاندې کولو په اړه هر اړخیز معلومات او عملي موضوعات له ګډونوالو سره شریک شول.

همدارنګه، د روزنې پر مهال د یاد اسلامي تمویل محصول د سم درک او عملي کولو، د مراجعینو د اړتیاوو له مخې د مناسبو تمویلي لارو د تشخیص او د تمویل د بهیر د لا ښه والي په اړه بحثونه ترسره شول او ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې چې ورته لازم وضاحتونه وړاندې شول.

دغه راز د روزنیز پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د ګډون تصدیق‌لیکونه ووېشل شول.

د کرنیزې پرمختیا صندوق مشرتابه باور لري چې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو ترسره کول د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو، د اسلامي تمویل د خدمتونو په معیاري وړاندې کولو او مراجعینو ته د اغېزمنو تمویلي آسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لري.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*