د اقتصادي پیاوړتیا، د تولیداتو د زیاتوالي او د دوامدارو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته د دغه صندوق د عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې، چې د ادارې یو شمېر مسؤولینو او د کمېټې غړو ګډون کړی و، د کرنیزو تشبثاتو او شرکتونو د فعالیتونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د هېواد په ختیځ، سویل او سویل لویدیځ زونونو، یعنې ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې د یو شمېر هغو فعالو کرنیزو شرکتونو لپاره اسلامي تمویل تصویب شو، چې د کرنې او مالدارۍ په اړوندو برخو، په ځانګړي ډول د مالدارۍ، وچې مېوې د پروسس، اوړو او خوراکي توکو د تولید او پروسس په برخو کې فعالیت کوي.
د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي تمویلونو له لارې به د یادو کرنیزو شرکتونو پانګونې پراخې، تولیدات زیات، اقتصادي فعالیتونه پیاوړي او د کارموندنې نوي او دوامدار فرصتونه رامنځته شي.
کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د تولیداتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړ کوي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
