د صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته

د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته د دغه صندوق د عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ  ترسره شوه.

په دې ناسته کې، چې د ادارې یو شمېر مسئولینو او د کمېټې غړو ګډون کړی و، د کرنیزو تشبثاتو او شرکتونو د فعالیتونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د هېواد په مرکز، شمال او لویدیځ زونونو کې هغه پنځه فعالو کرنیزو شرکتونو لپاره چې د کرنیزو تخمونو او غذایي توکو د تولید، د زعفرانو د پروسس، او همدارنګه د کرنې او مالدارۍ اړوندو نورو خدمتونو په برخو کې فعالیت کوي اسلامي تمویل تصویب شو.

د اسلامي تمویل له ترلاسه کولو سره به یاد شرکتونه وکولای شي خپلې پانګونې پراخې، تولیدات زیات او د کارموندنې نوي فرصتونه رامنځته کړي.

د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي تمویلاتو د اغېزمنو خدمتونو له لارې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې، د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او د دوامدارو کاري فرصتونو د رامنځته کولو ملاتړ ته ژمن دی.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*