کرنیزو تشبثاتو ته د اسلامي تمویل د بهیر دوام

د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته د دغه صندوق د عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې، چې د ادارې یو شمېر مسئولینو او د کمېټې غړو ګډون کړی و، د کرنیزو تشبثاتو او شرکتونو د فعالیتونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د هېواد په هرات او بلخ ولایتونو کې د فعالو شرکتونو لپاره اسلامي  تمویل تصویب شو.

یاد شرکتونه د اوړو او د خوراکي توکو د تولید او پروسس کولو، په برخو کې فعالیت کوي.

د یاد تمویل موخه د کرنیزو تشبثاتو د وړتیا لوړول، د تولیداتو زیاتوالی او د خصوصي سکتور د فعالیتونو پیاوړتیا ده، ترڅو د هېواد په اقتصادي پرمختګ او د کارموندنې په پراختیا کې اغېزمن رول ولوبوي.

د کرنیزې پرمختیا صندوق د اغېزمنو اسلامي تمویلاتو د برابرولو له لارې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې، د اقتصاد د پیاوړتیا او د دوامدارو کاري فرصتونو د رامنځته کولو ملاتړ ته ژمن دی او په راتلونکي کې به هم د دې بهیر دوام ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*