د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته د دغه صندوق د عمومي رئیس، انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، چې د ادارې یو شمېر اړوندو مسئولینو او د کمېټې غړو هم ګډون درلود، د کرنیزو تشبثاتو د فعالیتونو د څرنګوالي له ارزونې وروسته، په پایله کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د فعالو یو شمېر کرنیزو شرکتونو لپاره، چې دا مهال د غالۍ اوبدلو، د پنبې پروسس کولو او بڼوالۍ په برخو کې فعالیت لري، اسلامي تمویل تصویب شو.
د کرنیز پرمختیا صندوق د اغېزمنو اسلامي تمویلاتو د برابرولو له لارې، د کرنې د سکتور د ودې او پراختیا، د اقتصاد پیاوړتیا او په هېواد کې د دوامدارو کاري فرصتونو د رامنځته کولو ملاتړ ته ژمن دی او د دې بهیر پر دوام ټینګار کوي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
