د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مو.لو.ي عطاء الله عمري د کرنیزې پرمختیا صندوق د نوې اداري ودانۍ د جوړولو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري او یو شمېر نور اړوند مسؤلین هم ګډون درلود.
د کرنې وزیر د کار د بهیر د څرنګوالي له نږدې ارزونې سربېره، د ودانۍ د پرمختګ په اړه مسؤلینو ته اړینې لارښوونې هم وکړې.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
