کرنیزو تشبثاتو د ملاتړ په پار د کرنیزې پرمختیا صندوق د ۲۰۲۶ کال د مالي مدیریت کمېټې لومړنۍ ناسته د دغه صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې چې د دغه ادارې رئیسانو او اړوندو ځینو نورو مسوؤلینو پکې ګډون درلود، د هیواد ملي شرکتونو د غوښتنلیکونو په اړه د یولړ خبرو اترو څخه وروسته، د مرابحې په بڼه هغوی ته اسلامي تمویل تصویب شو.
یاد شرکتونه دا مهال د هیواد دننه د اوړو د تولید او پروسس، د کیمیاوي سرو، د سبزیجاتو تخمونو، کرنیزې ماشینرۍ، وسایلو او نورو کرنیزو تشبثاتو په چارو کې فعالیت کوي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
