د کرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا دیارلسمه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کفیل، مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ ترسره شوه.
یاده غونډه چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د عمومي رئیس، انجنیر عبدالغفور غفاري، د عالي شورا د غړو او د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ سلاکارانو او د یو شمېر رئیسـانو په ګډون جوړه شوې وه، مولوي صدر اعظم عثماني د کرنیزې پرمختیا صندوق، د بزګرانو او متشبثینو مالي ملاتړی وباله او ویې ویل، چې د دې صندوق اساسي موخه د بزګرانو او د کرنې او مالدارۍ د تشبثاتو سره مستقیمه او غیر مستقیمه همکاري ده، تر څو د افغانستان کرنیز سکتور وده او پراختیا وکړي.
دغه راز په غونډه کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د عمومي رئیس، د حاصل کوچنیو تمویلاتو مؤسسې او همدارنګه د صندوق د مالي، د سوداګرۍ پراختیا، اداري او عملیاتي چارو د رئیسـانو له لوري د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه د ترسره شوو فعالیتونو، د شورا د پخوانیو پرېکړو د پلی کولو د څرنګوالي، کډوالو او مستحقینو ته د مرستو او د کارموندنې طرحو، د کرنیزو ځمکو د حاصلخېز کولو، د هلمند ولایت د پنبې د راټولولو، د حاصل کوچنیو تمویلاتو مؤسسې د فعالیتونو، د حیواني روغتیا او د بوټو د ساتنې په لابراتوارونو کې د مشارکت طرحو، د ۲۰۲۵ کال مالي راپور او د ۲۰۲۶ مالي کال د بودجې، د تمویل په پالیسۍ کې د تعدیلاتو او د پالیسۍ د تصویب، په هېواد کې د بانکونو د وضعیت او کورنیو پانګونو، او همدارنګه د صندوق د ولایتي دفترونو لپاره د ځمکې د ټاکلو او د ودانیو د جوړولو موضوعاتو په اړه معلومات له شورا سره شریک شول.
د غونډې په پاي کې د وړاندیز شویو موضوعاتو په هکله د یو لړ خبرو اترو وروسته، اړین تصامیم ونیول شول.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
