د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولوپه موخه هڅې

د کرنیزې پرمختیا صندوق د خپلو مسلکي کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو په موخه یو پنځه‌ورځنی روزنیز پروګرام د “ادارې او مدیریت په برخه کې د وړتیا لوړولو” تر سرلیک لاندې ترسره کړ.

دا پروګرام، چې د یاد صندوق په مرکزي دفتر کې ترسره شو، ګډونوالو ته د ادارې پرمختللي میتودونه، د رهبرۍ مهم مهارتونه، د ستونزو حل لارې او د خدماتو د کیفیت لوړولو عملي لارې چارې وښودل شوې.

د صندوق مسؤولینو د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول، د بشري سرچینو د مسلکي ودې، د ادارې د وړتیا لوړونې او د خدمتونو د معیاري کولو لپاره یو مهم ګام وباله.

یاد روزنیز پروګرام د استاد د هڅو له امله د ستاینلیک په ورکړې او ګډونوالو ته د تصدیق‌لیکونو په وېش سره پای ته ورسېد.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*