د کرنیزې پرمختیا صندوق د شرعي بورډ کمېټې ناسته تر سره شوه

د کرنیزې پرمختیا صندوق د شرعي بورډ کمېټې ناسته د دغه صندوق د عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري تر مشرۍ لاندې، په یاد صندوق کې تر سره شوه.
په دې ناسته کې د صندوق شرعي بورډ غړو، ډاکټر نجیب‌الله صالح، مفتي سباوون حماس، مفتي احمدالله صابري، مفتي عمران الحیدري او سعد البخاري ګډون کړی وو.
په ناسته کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د اجارې کړنلارې په اړه مفصل بحث وشو، چې وروسته د ګډونوالو له‌خوا تائید شوه.
همدارنګه د صندوق اړوند یو شمېر نورو چمتو شویو تړونونو په اړه هم کره کتنه او بحثونه تر سره شول.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*