د کمپوسټ د کارولو ګټې او اغېزې

کمپوسټ یوه ارزښتناکه عضوي سره ده چې د خاورې د حاصلخېزۍ په لوړولو، د نباتاتو د ودې په پیاوړتیا او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.

د کمپوسټ مهمې ګټې:

  • کمپوسټ په درنو خاورو کې د خاورې دانه‌لرونکی جوړښت، هواخورۍ او د اوبو د نفوذ وړتیا ښه کوي.
  • په سپکو او شګلنو خاورو کې د اوبو او غذایي موادو د ساتلو وړتیا زیاتوي او د هغو د مینځل کېدو او ضایع کېدو مخه نیسي.
  • د عضوي موادو او ګټورو منرالونو په لرلو سره د خاورې د مناسب دانه‌لرونکی جوړښت په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
  • د خاورې کلکوالی او یوځای والی کموي، د کرنیزو ماشینونو پر وړاندې د خاورې مقاومت راټیټوي او کرنیز عملیات په لږې انرژۍ او آسانتیا سره ترسره کېږي.
  • کمپوسټ د خپل وزن په پرتله له ۲ څخه تر ۶ برابره پورې اوبه ساتلی شي، چې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي او د نباتاتو لپاره د رطوبت دوامداره سرچینه برابروي.
  • خاورې ته تیاره رنګ ورکوي، د لمر د تودوخې جذب زیاتوي او د خاورې په ګرم ساتلو کې مرسته کوي.
  • د نباتاتو لپاره اړین لوی او کوچني غذایي عناصر لري، چې په تدریجي ډول خوشې کېږي او د نباتاتو د اړتیا پر مهال ورته په آسانۍ سره رسېږي.
  • په کمپوسټ کې موجود هیومس، نایتروجن، کاربن او فولیک اسید د غذایي موادو د جذب او ساتنې وړتیا لوړوي او نباتاتو ته یې په اغېزمنه توګه د استفادې زمینه برابروي.

په ټوله کې، د کمپوسټ منظم استعمال د خاورې فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي ځانګړتیاوې ښه کوي، د نباتاتو سالمه وده تضمینوي او د کرنیزو حاصلاتو په کیفیت او کمیت کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*