د کرنیزې پرمختیا صندوق د جنوب لوېدیځ زون د سیمهییز دفتر مسئول احمد ضیاء پوپل او مل پلاوي د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سرپرست رئیس حاجي احمد شاه سیال سره د مشارکت اسلامي تمویل، د صندوق د محصولاتو د ځانګړتیاوو او د دواړو ادارو ترمنځ د راتلونکو همکاریو د پراختیا په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو د کمېټې عمومي رئیس حاجي غلام یحیی پښتون، د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګرۍ مرستیال حاجي روح الله بارک، د شخړو او منازعاتو د حل کمېسیون مشر حاجي آغا محمد پوپل، د خونې د مشرتابه غړي حاجي راز محمد بارک او حاجي عبدالقدیر پوپل، د هلمند د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي محمد آصف نوراني او د خصوصي سکټور یو شمېر نورو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس د کرنیزې پرمختیا صندوق د فعالیتونو او ارزښت په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل، کرنه د افغانستان د اقتصاد بنسټیزه برخه ده او د کرنیزو پروژو تمویل، د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو پروسس او بازارموندنه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي اړتیاوې دي.
هغه زیاته کړه، د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه ژمنه ده چې د کرنیزې پرمختیا صندوق سره د متقابلې همکارۍ له لارې د پانګونې، تولید، صادراتو او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې د کرنیزې پرمختیا صندوق د جنوب لوېدیځ زون د سیمهییز دفتر مسئول، احمد ضیاء پوپل، ګډونوالو ته د صندوق د اساسي موخو، د اسلامي مشارکت د تمویل د شرایطو، د اسلامي تمویل د میکانیزم او خصوصي سکټور ته د شته فرصتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په ترڅ کې د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غړو د کرنیزو تولیداتو د ارزښت لوړولو، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د کرنیزو پانګونو د پراختیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. هغوی د کرنیزې پرمختیا صندوق له مسئولینو وغوښتل چې د هلمند ولایت د بزګرانو، متشبثینو او پانګوالو لپاره د اسلامي تمویل او تخنیکي همکاریو زمینه لا پراخه کړي.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د دوامدارو همکاریو، د ګډو برنامو د پلي کولو، د کرنیزو پانګونو د پراختیا، د تولیداتو د کیفیت د لوړولو، د صادراتو د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په موخه د ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د هېواد د اقتصادي ودې، د کرنیز سکټور د پرمختګ او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به خپلې همغږۍ او ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
