د کرنیزې پرمختیا صندوق د جنوب لوېدیځ زون د سیمهییز دفتر او د هلمند ولایت د صنایعو او کانونو خونې ترمنځ د اسلامي تمویلاتو په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د صندوق د جنوب لوېدیځ زون مسئول، احمد ضیاء پوپل، د اسلامي تمویلاتو، د تمویل شرایطو، د غوښتنلیک پړاوونو، شته مالي محصولاتو او د نوي پیل شوي اسلامي مشارکت تمویل په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل، ترڅو صنعتکاران وکولای شي له دغو اسلامي مالي خدمتونو څخه د خپلو تولیدي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره ګټه واخلي.
د هلمند ولایت د صنایعو او کانونو خونې رئیس حاجي رحمت الله نظري د کرنیزې پرمختیا صندوق له مسؤلینو څخه د اسلامي تمویلاتو د معلوماتو د شریکولو او د همکاریو د فرصتونو د او ژمنو څخه مننه وکړه او ډاډ یي ورکړ چې د کرنیزې پرمختیا صندوق سره به د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا، د صنعتکارانو د ملاتړ او د اسلامي تمویلاتو د ښه پلی کولو په برخه کې هر ډول همکاري او ملاتړ ترسره کړي، ترڅو د خصوصي سکتور د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره لا زیات فرصتونه برابر شي.
د صندوق مسؤلینو هم د خپلو کړنلارو په چوکاټ کې ژمنه وکړه، چې د یاد ولایت د بزګرانو، صنعتکارانو او کرنیزو تشبثاتو د فعالیتونو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه به لازمې همکارۍ او آسانتیاوې برابرې کړي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته
