د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس د ازبکستان د کرنیزې پرمختیا صندوق له رئیس سره ولیدل

د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس، انجنیر عبدالغفور غفاري، چې د یوه پلاوي په مشرۍ یې د ازبکستان جمهوریت ته رسمي سفر کړی، د یاد هېواد د کرنیزې پرمختیا صندوق له رئیس، ښاغلي عبدالرشید اې اسرایلوف، سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ترویج او کرنیزوڅېړنو په چارو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سلاکار، عبدالجلیل زاهد، د خاورې پیژندنې د څیړني رئیس صبغت الله رحیمي او د دواړو لورو اړوندو استازو هم ګډون درلود.
د لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیز تمویل په برخه کې د همکاریو پر پراختیا، د اړوندو تمویلي بنسټونو ترمنځ د کاري اړیکو پر رامنځته کولو، د تجربو او تخصصي معلوماتو پر تبادلې او د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او پیاوړتیا په موخه د ګډو همکاریو پر فرصتونو هر اړخیزې خبرې وشوې.
همدارنګه، د کرنیزو پروژو د تمویل، د بزګرانو د مالي ملاتړ، د کرنیزو ماشینونو د لیزینګ، د کوچنیو او منځنیو کرنیزو کاروبارونو د ملاتړ او د کرنیز تمویل د اغېزمنو میکانیزمونو په برخه کې د ازبکستان له تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت بحث وشو.
دواړو لورو د متقابلو تجربو د شریکولو او د بنسټیزو اړیکو د پیاوړتیا له لارې د راتلونکو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا لیدنه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنیزو مالي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د کرنې او مالدارۍ سکټور د دوامدارې ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*