د افغانستان انار

د افغانستان له مشهور مېوو څخه يوه ميوه انار ده چې نړیوال شهرت لري، د انار ونه او مېوه په نړیواله کچه تاریخي ارزښت لري. انار د افغانستان په اکثره ولایتونو کې کرل کیږي چي تر ټولو مشهور يې : د کندهار، کاپیسا، ننګرهار، مزارشریف، هلمند فراه، او هرات انار دي.

د انارو په اړه د تر سره شویو څېړنو له مخې انار ۴۸ ډولونه لري، چې ۱۲ ډوله یی په ننګرهار، ۹ ډوله په کندهار، ۶ ډوله په هلمند، ۶ډوله په تا شقرغان، ۵ ډوله په تګاب او ۴ ډوله په فراه کې موندل کیږي.

د انار میوه د پخېدو وخت تقریبا په ټولو ډولونو کې یو شان دی، د دوي تر مینځ د پخېدو توپیر ۱۰ ورځي ښودل شوی.

د انارو د ۴۸ ډولونو څخه یوازې ۵ يې ژر پخیږي، لکه تاشقرغان کې د کدو انار، په مزارشریف کې د کاسګي انار، په کندهار کې سور او سپین خوږ انار او په هلمند د ګرمه انار ژر پخېږي.

د افغانستان انار د خوند له مخي په درې ډوله دي: خواږه، تروه، میخوش د ۴۸ ډولونو څخه۲۰ ډوله خواږه، ۱۰ ډوله میخوش،او ۷ ډوله یې تروه دي.

انارو ډولونه

دانارو دانه د سختوالي او نرموالي له مخې په درې ډوله ویشل شوي دي

۱- د ۲۰ ډوله خواږو انارو څخه یواځي یويي بې دانه ده ۶ یي نرم دانه لري، او پاتې ۱۳ ډوله سخته دانه لري.

۲- د میخوش انارو د ۱۷ ډولونو څخه ۷ يي نرمه دانه لري او پاتي ۱۰ ډوله يی سخته دانه لري.

۳- د ترو انارو ۱۱ ډولونو څخه یواځي ۴ ډوله يي نرمه دانه لري او پاتي ۷ ډوله يي سخته دانه لري.

په افغانستان د ۴۸ ډوله انارو څخه ۱۷ ډوله يي نرمه دانه لري،۳۰ ډوله سخته دانه لري او یو یې بې دانه دي.

د انارو اقتصادي اهمیت   

افغانستان له یوې خوا د انارو د پیداښت ځای دی له بلې خوا د هیواد ډېری ولايتونه ددې بوټي د کرلو لپاره مناسب اقلیم لري، له همدې امله زموږ هيواد هر کال زیاته اندازه انار تولیدوي.

افغانستان ۹۵۵۱هکتاره د انارو باغونه لري چې تولید یې ۹۹۸۷ ټنه دی. په هیواد کې د انارو اوسط حاصل په هر هکتار کې ۱۰.۴۵ ټنه دی. د انارو د عمده تولیدونکو ولایتونو څخه کندهار ۷۲ سلنه ،کاپیسا ۷سلنه، اروزګان ۶ سلنه ، فراه ۴ سلنه، بلخ ۳ سلنه، او هلمند ۲ سلنه تولیدوي، پدې وروستیو کلونو کې د افغانستان انار هند، روسیه، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته صادریږي چې په همدې سره د انارو تجارت ښه وده کړې ده.

د انارو ګټې

انار یو جنتي میوه ده چې د مني (خزان ) په موسم کې حاصل ورکوي، د روغتیا پوهانو په وینا یو انار د انسان ۴۰سلنه د ویټامین سي اړتیا پوره کوي، په همدې توګه انار د فولیک اسید او انټي اکسیډان غوره زېرمه هم ګڼل کیږي.

 د انارو څخه استفاده د انسان د بدن لپاره خورا ګټوردی، انار د وینې د کموالي، د ویښتو تويېدل، د پوستکي ناروغې او د زړه ناروغیو په درملنه کې مرسته کوي. انار د ښه روغتیا لپاره اړین غذایی مواد لري لکه انټي اکسیډان چې د وینې د لښته کېدو څخه مخنیوی کوي. انار د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډیر ګټوردي.

په افغانستان کې د انارو د حاصلاتو موسم

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د مني (خزان) موسم په رارسېدو سره د انارو حاصلات اخیستل کیږي، چې پدې سره دغه ښکلي سور رنګه او خوندوره مېوه د بازارونو د ښکلا سبب ګرځي. انار د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د باغدارۍ یو مهم محصول دی او یو صادراتي میوه ده. انار د هیواد په هغو ولایتونو کې چې ګرم او مرطوب موسم ولري ژر وده کوي او ښه حاصل ورکوي، د کندهار انار د افغانستان تر ټولو غوره انار دي.

د انارو نیالګي د کرلو څخه وروسته په دویم یا دریم کال مېوه نیسي، د انارو حاصل هغه وخت راټولیږې چې مېوه تیاره سور رنګ پیداکړي، او دغه مېوه په څو پړاوه کې حاصل ورکوي.

که چیري ښه هواه او بارانونه وي، او ونو باندې پر وخت دوا وشیندل شي نو له هر هکتار څخه تر ۶زره کیلو ګرامه پورې انار حاصلېږي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*