تېلي نباتات /بوټي

افغانستان د نړۍ د بې وزلو هېوادونو له ډلې دی، ‌دا د کرنې پرمختګ برخه کې یوکرنیز هېواد پېژندل شوی او کرنه يې په لومړنۍ مرحله کې ځای لري. سیندونه يې روان دي، خو د کرنې لپاره څه چې د څښلو لپاره هم د اړتیا وړ اوبه نلري، زمونږ کرنيزې ځمکې ډېری للمې دي، ډېری کرنيزې ځمکې د ځمکې لاندې اوبو څخه په ګټه اخېستنې لکه کارېزونو، کوهيانو او ارټونو له لارې اوبه کېږي، چې دې وروستېو کې دا اوبه کمې څه چې ځينو ځايونو کې پوره وچې شوي هم دي، هېواد کې څه د پاسه څلور لسيزو جګړو د اوبو سرچينې هم د کمښت سره مخ کړې دي، نو پکار ده چې د کرنې پراختيا په موخه کار وکړو او هغه بوټي وکرو چې ګټه يې ډېره او د اوبو لګښت يې کم وي او بايد هېوادوالو ته وپېژندل شي!

غواړم هغه بوټي (نباتات) چې غوړ لري، ډېر ګټور او اړين دي، تر بحث لاندې نيسو:

مالوچ

پنبه د ګل لرونكو بوټو له ډلې ده، چې د Malvaceae په كورنۍ او د Gossypium په جنس پورې اړه لري. دا بوټی عمودي نيله لري، د هغې د ساقې(ډنډې) لوړوالی د ۶۰ - ۱۶۰سانتي مترو او په هغو ځايونو كې چې معتدل (تړم) ژمی لري، تر پنځو مترو پورې رسېږي.

مالوچ هېواد کې :

د پنبې بوټی د صنعتي بوټو څخه هغه بوټی دی چې په ګرمو سیمو کې ښه حاصل ورکوي او لږو اوبو ته اړتيا لري، چې د مالوچو څخه د ټوکرانو په جوړولو کې، د پنبه دانې څخه تېل او کنجاړې لپاره، پاڼې يې د ځناورو خوراک او د پنبې بوټي د سوخت او کاغذ جوړولو لپاره پکار وړل کېږې .

د پنبې اقتصادي ارزښت:

د پنبې كرنه او توليد نه يواځې د كرنې د خصوصې سكتور پياوړتيا او د هېوادونو د اقتصاد له پلوه ارزښت لري، بلكې په توليد، پروسيس او صنعت كښې د زياتې بشري قوې په كار اچول كېدولو لامل كېږي، په تېره بيا په وروسته پاتې هېوادونو كې چې ساينس او تكنالوژۍ زيات پرمختګ نه دی كړی او د كرنیزو ماشين الاتو رواج نه لري.

افغانستان كې پنبه د مهمو محصولاتو څخه ده چې د بهرنېو اسعارو د لاسته راوړلو لپاره له وچې مېوې او قره قل پوستكو څخه وروسته په دريېمه درجه كې ځای نېسي.

د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان کې د پنبې كر کم دی چې د هغې يو اصلي لامل د عصري تكنالوژۍ نشتوالی دی. افغانستان كې له پخوا زمانو راهيسې دوه ډوله پنبه كرل رواج لري چې حاصلات يې كورنۍ اړتياوې پوره كوي اوعبارت دي د كوكلي او چګتو څخه .

پورتني ډولونه د هېواد په شمالي سيمو لکه: پروان، فراه او د هېواد په ختيځو او نورو سيمو كې كرل كېږي.

هېواد کې د پنبې ځینې مهم ډولونه عبارت دي له Acala 42-4A، Acala 42-27C، Acala 15-17C اورامين 1517م او نور یې لکه (Cim 109)، ناياب ۹۲ له هند، ويرامين له ايران، Acala 108F و F-138 له تاشكند او له ازبكستان څخه دي، چې د افغانستان د شراېطو سره د توافق وروسته کرل شوېدي .

له غوړو پرته له پنبې څخه صابون، ګلېسرين او ګريس هم لاس ته راځي. د كاغذ په صنعت كې هم په ډيره لوړه كچه كارول كېږي.

د هېواد 50% سلنه پنبه د شمالي ولايتونو لكه بغلان، تخار او بلخ څخه لاس ته راځې ،په هر هكتار ځمكه يې دوه ټنو څخه زيات حاصل لري.        

 لمر ګلی (Sun Flower)

علمي نوم یې ( Helianthuse Annus) دی، د composite د کورنۍ پورې اړه لري. نزدې د لمر ګلي ۶۷ کرنیزې ډولونه پېژندل شوي دي او برسېره پرکرنیزو ډولونو ډېر شمېر د څو کلنو زینتي بوټو(Ornamental) او هرزه وښو په شکل هم شتون لري. لمر ګلی يو كلن بوټی دی ، د ساقې لوړوالی يې تر ۲.۵ مترو پورې رسېږي.

لمر ګلی د تېل لرونكو مهمو بوټو له ډلې دی او په نړۍ كې يې د تېل لرونكو بوټو 80 سلنه سيمه نيولې ده. د لمر ګلي تخم كې له ۵۰ تر۵۲ سلنې تېل موجود وي. د تېلو ويستلو څخه وروسته ورڅخه تر 40 سلنه زياته كنجاړه په لاس راځي.

د لمر ګلي كنجاړه 30-35 سلنې پورې پروتينې مواد، 10سلنه غوړي او تر 20 سلنه پورې كاربوهاېډريټ لري. د لمر ګلي غوړي په خوړو كې خوندور وي.

د لمر ګلي ډنډه، پاڼې او ګل په اسانۍ سره سايلج كېږي چې ډېر كاربوهاېډريټ لري، همدارنګه دا سايلج په زياته اندازه پروتين او كاروتين لري، د لمر ګلي ډنډې د سوخت لپاره كاروي، ايري يې تر 35 سلنه پورې پوټاشيم اكساېډ لري او د پوټاشيم د کارونې لپاره چې د پوټاشيم لرونكې كیمياوي سرې د تهيه كولو د اړتيا وړ ماده ده. لمر ګلی د مچېو ساتنې په پراختيا كې هم ډېر ارزښت لري.

د هېواد په سويلي او ختيځو ولايتونو كې د غوړو د توليد لپاره كرل كېږي چې يو جريب ځمکې څخه 500-600 كيلو ګرامه د لمر ګلي د تخم دانې لاس ته راځي.

زغر (Flax)

 علمي نوم يې(Linum usitatissimum) او د Linaceae کورنۍ پورې اړه لري.

د صنعتي بوټو له ډلې څخه یو کلن بوټی دی چې تخم يې 42-48 سلنه پورې غوړ لري. له غوړېو څخه یې په كیمياوي صنايعو، د څرمنې په صنعت كې، د اوبدلو په صنعت، د صابون جوړولو او كاغذ جوړولو په صنايعو كښې کار اخېستل.

د زغرو كنجاړه په منځني ډول 33 سلنه پروتين 8.6 سلنه شحم، 6-3 سلنه كاربوهاېډرېټ او 8.7 سلنه سلولوز لري. د زغرو كنجاړې څخه د شيدو او غوښينو غواګانو د تغذيې لپاره کار اخېستل کېږي. د زغرو د مېده وښو څخه د پسونو د تغذيې لپاره ګټه اخېستل كېږي. د زغر بوټی د هېواد په سويلي ولایتونو کې د غوړېو د لاسته راوړو لپاره کرل کېږي.

شړشم (Canola)

شړشم يو ډېر پخوانی تېلي یو کلن بوټی دی چې لوړوالې يې له ۶۰ - ۹۰ سانتي مترو پورې رسېږي. د شړشمو دانې 40 سلنه تېل لري. د شړشمو تېلو څخه په پخلي او تخنيك كې، د فولاد جوړولو په صنعت كې د فولادو د مكدر كولو لپاره او د صابون او ربړ په توليد كې ترې كار اخېستل كېږي د شړشمو كنجاړه 35 سلنه پروتيني مواد لري چې د حېواناتو د خوړو لپاره په كار وړل كېږي. شړشم د شاتو ښه تولېدونكی بوټی دی.د شړشمو تخم د نيمه مضرو تېلو زيات مقدار لري. 

(Soybean) سائبين

علمي نوم يې ( (Glycine max دی، د نړۍ له ډېرو مشهورو حبوباتو څخه دی، د خپل هر اړخيز ارزښت له آمله هر كال په ټوله نړۍ كې د 56 ميليون هكتارو څخه په زياته ځمكه كرل كېږي. د دې بوټي اصلي توليد د هغې دانې دی چې د 45-35 سلنه پورې پروتين او د 26-17 سلنه پورې غوړ لري، چې د پروتينو او نباتي غوړېو مهمه سرچينه جوړوي.

د سائبينو خامو دانو څخه د سابو په توګه ګټه اخېستل كېږي او كله كله هم د سلاد په ډول خوړل كېږي. د پخو دانو څخه يې ډول ډول خواړه تيارولی شو، په صنعت كې ورڅخه شيدې، كوچ، پنېر، چكه او غوړي په لاس راوړي. د خوراکي توکو په ډول برسېره په خوا كې د سائبينو دانې د صنعت د بېلابېلو ډګرونو لپاره ښه توکي جوړوي.

د سائبينو له غوړېو څخه په عطر، د نوكانو د رنګ، سرېښ، ګلېسرين، صابون او شمعې جوړولو كې كار اخېستل کېږي. د Lecithin ماده چې په فرعي توګه د غوړېو په خوا كې په لاس راځي د زيات ارزښت درلودونكې ده. د دې مادې څخه د خوراکي توکو د توليد په صنعت كې د سينګار توکو او درملو په جوړولو كښې د ښه تثبيت كوونكي او محلل په توګه ګټه اخېستل كېږي.

د سائبينو كنجاړه چې د غوړېو د توليد څخه وروسته لاس ته راځي هم څو اړخيزه کارول کېږي. د ښې پروتيني محتوا د لرلو له كبله د خوراکي توکو د خامې مادې په توګه ورڅخه كار اخېستل كېږي او آهلي څارويو د خوراکې لپاره ور څخه ګټه اخلي. د سائبينو كنجاړه د كيمياوي سرې په توليد، د مصنوعې توکو، رنګونو او پلاستيك جوړولو كې کارول کېږي او كاسين ماده هم ورڅخه په لاس راځي.

د سائبينو تر ټولو ډېر حاصل په هسپانيه كې ۲.۵۲ ټنه ، په ايټاليا كې 2,51 ټنه، په كاناډا كې 2,27ټنه او په ارجنټاين كې 2,31 ټنه له يو هكتار ځمكې څخه راپور وركړ شوی دى.

افغانستان كې هم د سائبينو كر رواج موندلی او د پروتيني موادو ښه سرچينه جوړوي. افغانستان د جغرافيوي موقعيت له پلوه د سائبينو د كر لپاره وړ دی. د څو كالو راپدېخوا افغانان له سائبين بوټي سره آشنا شوي دي.

مصور (Safflower)

علمي نوم یې ((Carthamus tinctorius دی، د غوړېو داستحصال په خاطر كرل کېږي، خوراكي او صنعتي ارزښت لري. د ښه او باکېفيته فصل دانې یې 29-32 سلنه پورې غوړي لري. د مصور بې پوټكي دانو څخه د خوراك غوړ او د پوټكي لرونكو دانو څخه يې د تېلو او تخنيكي غوړېو لبناليوم د استحصال په منظور ګټه اخېستل كېږي.

مصور د وچوبې په مقابل كې مقاوم دي، نو هغه د بيدې، سايلج او شنوخوراكو په منظور په هغو للمي ځمكو كې چې د منځني حد اورښتونه لري او نيمه دښتې سيمې دي، کرل کیږې.

زيتون (Olive)

د زيتون بوټی په تودو سيمو كې چې مديتراني اقليم ولري ښې لاسته راوړنې لري. هېواد كې يې ځنګلونه او باغونه د ننګرهار او كونړ ولايتونو كې ليدل كېږي. د هغه لوړ اقتصادي، طبي او صنعتي ارزښت له مخې چې دغه بوټی یې لري د هېواد په لومړي او دويم پنځه كلن پلان كې (1353-1340 هـ ش) او (1345-1341 هـ ش) پورې د زيتونو د باغونو كرل د ننګرهار د ناوې د پراختيا په پروژه كې شامل شول چې څلور لوي ميكانيزه فارمونه هم په سيمه كې وكرل شوو او وروسته بيا په 1364ل كال كې د هډې سيمه كې د زيتونو د پروسيس، اچارو او غوړېو ايستلو يوه مجهزه فابريكه پرانېستل شوه او په کار يې پېل وكړ. د زيتونو باغونه چې په تدريج سره د حاصل وركولو مرحلې ته رسېږي د هغه ميوه راټولوي او دغه فابريكې ته لېږدول كېږي.

د زیتون بوټی د ټول ژوند په دوران كې ډېرې پالنې ته اړتيا لري لکه د څانګو پرېكول ، ځمكه نرمول په خپل وخت دوا پرې شيندل، اوبخور او كېمياوي سره وركول.

كله چې د زيتونو دانې په ونه كې پوره اندازې ته ورسېږي، نو شينوالي كې ځينې يې د اچار جوړولو لپاره فابريكې ته وړل كېږي، خو ځينې نور يې په ځانګړي ډول د غوړېو لپاره ساتل کېږي . د غوړېو دويستلو لپاره د زيتونو دانې په ونه كې تر هغه پرېښودل كېږي، چې دانې په پوره توګه تورې شي، بيا پر لاس د ونې څخه راټولېږي او په ځانګړوكرېټونو كې فابريكې ته لېږدول کېږي . د زيتونو فابريكه كې د بېلابېلو محلولونو د تېرېدو څخه وروسته د عصري او مدرنو ماشينونو له لارې د فني او مسلكي پرسونل او په ځانګړې پاملرنه غوړي ويستل كېږي. دغه غوړي100 سلنه خالص طبي او خوراکي ارزښت لري .

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*