د شولې او شالي کښت

(شولې او شالي) د سپينو زرو کښت

د چین ختیځو سيمو کې د شالي پخواني فوسیلونه د تاریخ پوهانو لخوا راټول او د هغې کرنیزه مخینه یې له میلاد درې زره (۳۰۰۰) کاله وړاندې ښودلې ده. ځینې بیا وایې چې د شالي (شولو) کرکیله لمړی ځل د هند په لويديځو سيمو کې رامنځته او ورو ورو چین هېواد ته وغځېده، تېرو وختونو کې شالي د مقدس بوټي په حېث، مذهبي او کلتوري مراسمو، غم، ښادۍ، کلیزو او نورو ورته بېلابېلو مراسمو کې کارېدې. د اروپا لویې وچې په ځینو هېوادونو لکه ایټالیا، هسپانیا، فرانسه، یونان، یوګوسلاویا او بلغاریا کې د شالي کرکیله د (۱۵مې) مېلادي پېړۍ وروسته دود شوه، اوسمهال د ګران هېواد افغانستان شمالي ولایتونو کې د شالي کرکیله ډېره دود ده، نو په همدې بنسټ وریجې یو له خورا لوړ او ډک ارزښت لرونکو افغاني خوړو شمېرل کېږي چې د خوړو په موخه ترې د ګټې اخېستنې برخه کې دویم ځای لري. داسې اټکل شوی چې هېواد کې په کلني ډول له یو میلیون جریب په زیاته ځمکه د شولو کرکیله ترسره کیږي، خو له بده مرغه چې منځنی حاصل یې په پرتله اييزه توګه کم او ناڅیزه ګڼل کیږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نږدې وروستېو کې د شولو کرکیلې او د حاصل زیاتوالي ته ځانګړې پاملرنه کړې، په ځانګړي توګه د رغنده رول چې یوازې په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې یې د وریجو د تولید او پروسس برخه کې اړونده شرکتونو او د پروسس میلونو ته د اووه شپېته (۶۷) میلیونه افغانېو په ارزښت اسلامي مالي تمويل وړاندې کړی دی او راتلونکې کې هم د کرنيز ډګر د پرمختيا او پراختيا په موخه خپلو همکارېو ته ژمن دی.

د هېواد د ختيځې سيمې ننګرهار ولایت کې د نوي عسکري د وریجو تولید او پروسس میل د کرنيزې پرمختيا صندوق یو له غوره، صادق او پخوانېو پېرودونکو له ډلې دی چې ياده برخه کې خپلې کرنيزې چارې ترسره کوي او اوسمهال په هېواد او په ځانګړې توګه د هېواد ختیځه سیمه کې د وریجو او شولو د سترو پروسس کوونکو له ډلې شمېرل کېږي، په ختیځه سیمه کې له سيمه اييزو بزګرانو شولې پېري او له ځانګړي پروسس وروسته يې د هېواد بېلابېلو ولایتونو، ولسوالېو او بازارونو ته د پلور په موخه لېږدوي.

نوی عسکری کرنیز شرکت دې وروستېو کې د دریم ځل لپاره له کرنیزې پرمختيا صندوق اسلامي مالي تمويل ترلاسه کړ، ترڅو وکولی شي د ختیځې سیمې په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالېو کې بزګرانو څخه شالي وپېري، د ياد مالي تمويل ځينې برخې بزګرانو ته د شولو کښت لپاره ځانګړې شوې دي، ترڅو د شولو اصلاح شوي تخمونه په بزګرانو وويشي او وروسته له حاصل یی بېرته له بزګرانو وپیري چې دې سره به یاد شرکت وکړی شي، چې له يوې خوا کاری فرصتونه رامنځته کړي او له بلې خوا به غوره او با کېفیته وطني تولیدات د هېواد بازارونو ته وړاندې کړي.

د کرنيزې پرمختيا صندوق له لوري د نوي عسکري د وریجو تولید او پروسس میل سره په اړينو او ارزښت لرونکو برخو کې په پرله پسې توګه تخنیکي او مالي مرستې د دې شرکت د ودې او پرمختګ لامل شوې دي، د صندوق د لاسنيوي پر بنسټ ياد کرنیز سوداګريز شرکت په خپلو پښو درېدلی او پر ځان بسيا شوی چې له همدې لارې يې وکولی شول د هېواد په کچه د شولو او سېله وریجو  تولیدات بېلابېلو کورنېو او بهرنېو بازارونو ته وړاندې کړي، د بېلګې په توګه د صندوق مالي ملاتړ شرکت ته زمينه برابره کړه، چې د خپل تولید پروسه معیاري او با کېفيته کړي، د شرکت د شولو د پروسس وړتيا له پخوا څو چنده لوړ کړي، د یاد شرکت د وریجو د تولیداتو په کچه کې زیات والی رامنځته کړي، په ثابته پانګه کې يې د پام وړ بدلون رامنځته شي، چې دې سره یاد شرکت وکړی شول په ۲۴ ساعتونو کې د کارخونې د تولید او پروسس کچه له نهه (۹) ټنه تر اته ویشت (۲۸) ټنو پورته کړي.

اوسمهال نه یوازې دا چې د نوي عسکري د وریجو تولید او پروسس میل د شولو او سېله وریجو د تولیداتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی بلکې د یاد شرکت له لوري د عصري او پرمختللو ماشینونو د تولید  پروسه د بهرنېو هېوادونو څخه د راوړل شويو ماشین آلاتو د ځای پر ځای کولو له لارې لا نوره معیاري شوې ده.

د کرنيزې پرمختيا صندوق له رامنځته کېدو تر نن ورځې ټول هېواد کې له (۷.۶) ميليارده ډېرې افغانۍ د اسلامي مالي تمويل په ډول بزګرانو او کرنیزو سوداګرو ته ورکړل شوي دي، چې له دې ډلې د شولو او وریجو زنځیروي ارزښت کې فعالو شرکتونو ته د مالي چوپړتياوو چمتو کولو له لارې د شولې توليد، پرمختيا او پراختيا کې صندوق خورا له ارزښت ډک رول لوبولی، چې په دې کار سره زیاتره ځمکې د شولو د کښت لپاره ګټې اخېستنې ته چمتو شوي او اوس پرې شولې او شالي کرل کېږي.

ښاغلی افسر خان  د نوي عسکري وریجو د تولید او پروسس میل مرستیال د کرنيزې پرمختيا صندوق د اسلامي مالي تمويل په اړه داسې وايي:

(له هرڅه وړاندې د کرنیزې پرمختیا صندوق له مالي تمویل نړۍ مننه،  ځکه د صندوق د مالي تمويل پر مټ مو وکولی شول چې خپل کاروبار ته لا پراختیا ورکړو، د شولو اصلاح شوي تخمونه په بزګرانو وویشو او له حاصل وروسته ورځنۍ بيې سره سم شولې له بزګرانو بېرته وپیرو. همدارنګه د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي او تخنيکي مرستو پر مټ مو وکولی شول چې د خپلې کارخونې د وریجو د پروسس اړونده او اړين ماشین آلات مېکانیزه او نور هم پرمختللي کړو).