اړتيا د نوښت مور ده!

اړتيا د نوښت مور ده!

په هره ټولنه کې د وګړو د ژوندانه د خوشبختۍ، سوکالۍ او پاېښت لپاره کرنه تر ټولو وړاندې او اړينه وسيله ده، همدا ده چې پياوړې کرنه د يوې ټولنې د ملاتير حېثيت لري او له بل هر صنعت وړاندې په دودیزه، معياري او پياوړې کرنه تکيه کېږي.

د بېلابېلو څېړنیزو اټکلونو له مخې د افغانستان نږدې اتيا سلنه وګړي کرکیله کې بوخت دي او له همدې لارې د ژوندانه اړتياوې پوره کوي، بزګران او کرونده ګر نه يواځې دا چې د خپل ښه ژوند تېرولو لپاره او همدارنګه د خپل ژوند د اړتياوو پوره کولو په موخه کرکيله کوي، بلکې د نورو بېلابېلو ټولنو د وګړو د هوسا ژوند لپاره په کرنیزو چارو کې خولې تويوي او هر وګړي ته يې د کړاوونو زغملو او خوارېو ويستلو نېغ په نېغه او له نورو بېلابېلو لارو ګټه رسېږي، همدا ده چې د بزګر او کرونده ګر له زحمتونو ټولو انسانانو ته ګټه رسېږي-

روميان چې دري ژبه کې ورته بادنجان رومي وايي، په نورمال او عادي توګه او په پرتله اييز ډول ګرم اقليم کې يې ښه کښت او مثبتې پاېلې ترسترګو کېږي او ښه وده کوي، ډېری وګړي فکر کوي روميان سبزي ده، خو په رښتيا کې ياد کرنیز تولید د ميوه جاتو له ډلې شمېرل کېږي، له دې کرنیز تولیده خلک په بېلابېلو ډولونو ګټه پورته کوي، لکه په خام ډول خوړل، پخول، د ځانګړي پروسس وروسته ترې د روب په ډول ګټه اخېستل او دې ته ورته په لا نورو ډېرو بېلابېلو ډولونو کارول کېږي.

د افغانستان خاوره او اقليم د روميانو کښت لپاره خورا وړ دی او لاښې پاېلې يې ورکړې دي، هېواد کې د روميانو توليد هر کال د کورني لګښت څخه په څو چنده زیات ترلاسه کېده، چې ډېری وخت له هېواده بهر لېږدول کېده او دلته يې نه په دولتي او نه هم په خصوصي ډول د پروسس کومې ځانګړې برنامې شتون درلود، همدا وه چې په ۱۳۸۶ لېږديز لمريز کال د هېواد شمال سيمه کې له روميانو د روب ويستنې په موخه (قاريزاده له روميانو د روب ويستنې کارخونه) د سید محمد عارف قاريزاده په هلو ځلو او د مشرۍ په امتياز رامنځته شوه.

ښاغلي قاريزاده له روميانو د روب جوړونې او هېوادوالو ته د کورني توليد په ډول ياده کرنیزه سوداګري په خورا کم لګښت او د کمو امکاناتو په لرلو د سعادت روب پنوم پېل کړه، چې د وزن له مخې په دوه ډوله قوتېو (۵۰۰ – ۷۰۰ ګرامه) کې يې بسته بندي کېدله، چې دې برخه کې ډېری اړين خام توکي لکه له روميانو د روب جوړونې سيپټيک، د بسته بندۍ لپاره بوتلونه، د بوتلونو سرونه، کارټن، د بوتلونو د سرونو لېول او پرېسولو توکي له نورو هېوادونو (ازبکستان او ترکمنستان) راوارېدول، چې له همدې امله يې نه شو کولی، ترڅو په اسانه او ښه توګه خپلې دې سوداګرۍ ته څنګه چې وړ ده وده او پراختيا ورکړي.

دا چې ښاغلي قاريزاده باېد په لوړ کېفيت او ټيته بيه خپل سوداګریز توکي بازار ته وړاندې کړي، نو اړينه يې وبلله، ترڅو د خپلې سوداګرۍ ډېری اړتياوې د هېواد دننه پوره کړي، نو همدا وه چې د ۸۹-۱۳۸۸ کلونو بهير کې يې د رب جوړونې د معياري او پراخې پروسې ترسره کولو په موخه يې له رومي د روب جوړونې او بسته بندۍ ټول ماشينونه د کرنيزې پرمختيا صندوق د اسلامي مالي تمويل په مرسته له هېواده بېرون وپېرل، دې کارخونې به له بازاره د روب جوړونې په موخه تازه روميان پېرودل او د يادو نويو او پرمختللو ماشينونو له لارې به يې له ځانګړي پروسس وروسته د روب په ډول بازار ته د پلور په موخه وړاندې کول، خو دلته بیا هم د رب جوړونې په تولید کې ځينې ستونزې ترسترګو کېدلی، هغه دا چې له وطني روميانو د روب ويستنې برخه کې به په رومیانو کې د نورو روميانو په پرتله ستر تخمونه (زړي) وه، چې دا د يو باکېفيته توليد رامنځته کولو برخه کې ستر خنډ وه، نو د دې ستونزې حل په موخه يې له هالند هېواد څخه د رومیانو اصلاح شوی تخم راوارد کړلو او د هېواد بېلابېلو سيمو او ولايتونو (کابل، بلخ، بغلان، کندوز) کې يې د يو ځانګړي هوکړه ليک له مخې د کښت په موخه د يو اندازه مالي مرستو او کيمياوي سرو په ګډون نږدې په (۶۳۰) بزګرانو وويشلو، ترڅو راتلونکي کې د معياري روميانو حاصل له يادو بزګرانو د بازار په ورځنۍ بيه وپېري او د روب جوړونې لپاره يې وکاروي، د يادونې وړ ده چې د ياد اصلاح شوي تخم يوه برخه د ښاغلي قاريزاده له لوري د بلخ ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست اړونده کارکوونکو ته هم وسپارل شو، ترڅو دې برخه کې د بزګرانو لپاره خدمت ترسره شوی وي، د هېواد د کرنيز ډګر پرمختګ پام کې نيول شوی وي او راتلونکي کې ترې په معياري توګه تخم ترلاسه او معياري کښت ته يې وده ورکړل شي، همدا ډول اوسمهال په يوه لويه کچه د روميانو تخم په ياده فابريکه کې شتون لري، ترڅو راتلونکي کې ترې د ښه کېفيت لرلو توليد په موخه ګټه واخېستل شي.

دې کارخونې بزګرانو ته د يادو چوپړتياوو او اسانتياو وړاندې کولو پر بنسټ وکولی شول، چې د (۵۰۰ او ۷۰۰ ګرام) د رومي روب قوتېو سربېره سږ کال عدليې وزارت څخه په اجازه اخېستنې د (۸۰۰ ګرامه) قوتۍ د سالم او ام البلاد په نوم روب هم توليد کړي، چې خورا ښه پاېله او ګرم بازار يې درلود، په کرنیز موسم کې ياده کارخونه په ورځني ډول لس (۱۰مېټرک ټن) يا (۸۰۰ ګرام/۱۲۵۰۰) قوتۍ روب توليدوي، چې بيا هم د پېرېدونکو غوښتنه پرې نه شي پوره کېدلی، د کارخونې مسؤلين پام کې لري، ترڅو د پېرودونکو د غوښتنې پربنسټ خپل توليد دېرش (۳۰مېټرک ټن) ته لوړ کړي، چې د دې سره به د کار لپاره د کارکوونکو شمېره هم تر سلو تنو لوړه شي.

پاتې دې نه وي چې ياده کارخونه د خپلو خوراکي توليدونو د ښه او روغتيايي کېفيت ساتنې په موخه يو مجهز لابراتور هم لري، چې له همدې لارې د خپلو خوراکي توکو د روغتيايي کېفيت تضمين په غاړه اخلي، د دې ترڅنګ د دې کارخونې له ټولو خوراکي توليدونو او له توليدي بهير څخه د بلخ ولایت د روغتيا اړونده واکمن چارواکي د کېفيت څارنې په موخه وخت نا وخت ليدنې او څارنې ترسره کوي.

د دې سره سره د کارخونې يو لور ته په معياري او مجهز ډول سړه خونه هم جوړه شوې، چې پکې د (۵۰۰ ټنو) د روب جوړونې خام توکي او توليد شوی روب په نړېوال سټنډرډ ساتل کېدی شي.

قاريزاده له روميانو د روب ويستنې کارخونه په کم او لنډ وخت کې د کرنيزې پرمختيا صندوق د اسلامي مالي تمويل پر مټ، ښې کرنيزې سوداګرۍ او باکېفيته توليد له امله وخت په وخت د وخت کورنېو او بهرنېو لوړپوړو چارواکو (د کرنې محترم وزیر، د بلخ ولایت د کرنې محترم رئيس، د امريکا متحده ايالتونو سفير، ورسره مل پلاوي او داسې نورو) له دې کارخونې له نږدې ليدنې ترسره کړې دي، چې هېواد کې يې د دې او دې ته د ورته نورو سوداګرېو ستاينه کړې او راتلونکي کې يې د مرستو او لاسنيوي ژمنې هم کړې دي.

دا کار خونه د کورني بازار سربېره ګاونډي هېواد تاجکستان ته هم خپل روب صادروي، خو بیا هم د خامو توکو کمښت او د کارخونې د تولید وړتيا يې نه پرېدي چې دې برخه کې هغه ډول وده وکړي څنګه چې اړينه ده.

ښاغلی سيد محمد عارف قاريزاده د يادې کارخونې رئيس وايي:

(زمونږ کارخونه همدا اوس (۴۰ تنو) نارينه او (۲۰ تنو) ښځينه کارکوونکو ته د کار زمينه برابره کړې ده، لومړی مو ډېرې ستونزې درلودې، چې د وخت په تېرېدو او د کرنیزې پرمختيا صندوق په مالي تمويل مو ډېرو ته د حل لاسرسی پېدا کړو، مونږ د روب د تولید او پلور برخه کې د بسته بندۍ په موخه کارټن له هېواده بهر واردولو، چې کارټن هم اوس په خپله کارخونه کې توليدوو).

ښاغلی قاريزاده د خپلو خبرو بهير کې زياتوي:

(که څه هم زمونږ لخوا د توليد شوي روب په وړاندې ایراني توليد شوی روب بې کېفيته دی، خو بیا يې هم په يوه کچه زمونږ بازار د خپل تاثیر لاندې راوستی، لامل يې په ټيټه کچه پرې ماليه ده، مګر مونږ دلته د ګڼو ستونزو سره مخ يو لکه له خامو توکو نيولې تر پروسس او د پلور تر بريده، زمونږ ټول ماشينونه په برېښنا کارول کېږي، چې په ۲۴ ساعتونو کې ډېرې وخت د برېښنا نشتون مو چارې د ځنډ سره مخ کوي، کار ولاړ وي، لګښتونه مو کېږي، نو طبعي ده چې د توکو په بيه به منفي تاثير لري). پاې کې غواړم د کرنيزې پرمختيا صندوق له ادارې مننه وکړم، چې دا کارخونه يې تل د مالي تمويل او تخنيکي مرستو له پلوه حمايه کړې ده، مونږ تل يواځې اړتياوې درلودې، هيڅ د حل لارې مو نه ليدلې، مګر د اړتيا په وخت کې د صندوق ادارې لاس راکړو او د ستونزو سربېره مو په خپل کار کې نوښتونه رامنځته کړل، رښتيا ده چې وايي: اړتيا د نوښت مور ده، نو لکه د تېر په څېر راتلونکي کې تمه لرو چې صندوق به خپلې مرستې او لاسنيوي راڅخه اونه سپموي.