لیکوال: ګل حبیب همت د کرنیزې پرمختیا صندوق د ختیځې سیمې مسوؤل
کرنه د ډېرو هېوادونو د اقتصاد په ډګر کی د ملا تیر ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه په مخ پر وده هېوادونو کې. د کرنیزو تولیداتو نړیوال بازار ته لار موندل نه یوازې د بزګر د عاید زیاتوالي سبب کېږي، بلکې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هم خورا مهم رول لوبوي.
کرنیز تولیدات هغه محصولات دي چې د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، یا طبیعي سرچینو له لارې تر لاسه کېږي. دا کېدای شي غنم، جوار، وريجې، مېوې، سبزي، شیدې، غوښه، یا نور طبیعي تولیدات وي.
نړیواله بازار موندنه څه ته وایي؟
بازار موندنه یا مارکېټنګ هغه بهیر دی، چې پکې یو تولید د مستهلک اړتیاوو ته برابر شي، تبلیغ شي، او پلورل کېږي. نړیواله بازار موندنه پدې معنا ده، چې دغه تولیدات د خپل هېواد له پولو واوړي او د نورو هېوادونو بازارونو ته لار ومومي.
ولې نړیوال بازار ته لاسرسی مهم دی؟
د عوایدو زیاتوالی: کله چې یو کرنیز تولید نړیوال بازار ته صادر شي، نو د هغه بیه لوړیږي او بزګر ته ښه ګټه پاتې کېږی په دې شرط چی نړیوال بازار ته د رسیدو لپاره د تولید کیفیت تر ډیره لوړ وي، دا کار بزګران هڅوي چې عصري کرنه وکړي او ډیر عواید ترلاسه کړي .
اقتصادي پراختیا: صادرات د هېواد د بهرنیو عوایدو او بهرنیو اسعارو یوه مهمه سرچینه ده، چې له دې امله یې د هیواد اقتصاد پیاوړی کېږي او په کرنیز سکتور کې په خپلو پښو دریږي.
نړیوال بازار ته د لاسرسي لپاره مهم شرطونه
کیفیت او معیارونه: نړیوال بازارونه د محصولاتو لپاره ځانګړي معیارونه لري، لکه عضوي کرنه، تصدیق شوې پاک تولیدي بهیر، او داسې نور چې د مشتریانو پاملرنه ځانته راواړوي او په نړیوال مارکیټ کې خپل نوم او مقام ثابت کړي.
بسته بندي او نښه جوړونه (برنډینګ): یو ښه بسته بندي د محصول ارزښت زیاتوي او د بازار پاملرنه جلبوي همدارنګه نښه جوړونه خپل همیشنۍ هویت په مارکیټ کی ثابتوي، ترڅو په لوړه بیه وپلورل شي.
بازار پېژندنه: اړینه ده، چې تولید کوونکي یا بزګر په دې پوه شي، چې کوم هېواد څه ډول محصولات غواړي، په کومه بیه یی غواړي، په کوم کیفیت یې غواړي او په کوم وخت کې یې غواړی، ترڅو د بهرني فکتورنو له زیان څخه وژغورل شي.
دولت ملاتړ: د صادراتو په برخه کې د دولت پالیسیو، تخنیکي مرستو او مشورو، او مالیاتي آسانتیاوو برابرول او د خصوصي سکتور رغنده ونډه اړینه ده.
- توسط ADF
- مقالې
- تبصرې نشته