د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري، د حاصل د وړو تمویلاتو مؤسسې نوې څانګې په پرانیستغونډه کې چې د کابل ښار په منډوي سیمه (چقرک مارکیټ) کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې د صندوق سوداګریزې پرمختیا رئیس او د حاصل د څارنې پلاوي رئیس محمد اسمعیل یما، د حاصل د وړو تمویلاتو مؤسسې عمومي رئیس محمد اکبر سروري، د صندوق د مالي چارو رئیس محمد امین شریفي، د حاصل د عامل پلاوي غړو او کارکوونکو، د یاد مارکیټ مسؤولینو، هټیوالو او یو شمېر نورو مېلمنو ګډون کړی و.
د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس، د حاصل مؤسسې کاري ټيم ته د نوي دفتر د پرانیستې مبارکي ترڅنګ د دوی هڅې یې وستایلې. نوموړي د ولایتي دفترونو د پراخوالي ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې دا به د کرنیزو او مالدارۍ ارزښتي زنځیرونو د پیاوړتیا او د کوچنیو او منځنیو اقتصادي فعالیتونو د ملاتړ سبب شي. همداراز، نوموړي د حاصل مؤسسې له مشرتابه ټيم سره خپلې ارزښتناکې مشورې هم شریکې کړې.
د غونډې په پای کې، ګډونوالو ته د اسلامي تمویل بهیر تشریح شو، ترڅو د سیمې هټیوال او سوداګر وکولای شي، له چمتو شویو فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د خپلو اقتصادي فعالیتونو د پراخوالي ترڅنګ، د دوامداره عوایدو پر لور ګامونه پورته کړي
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته