د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته ترسره شوه

د کرنیزو تشبثاتو ته د مالي آسانتیاوو د برابرولو په لړ کې، د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته د یاد صندوق د عمومي رئیس، انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، چې د ادارې یو شمېر اړوندو مسئولینو او د کمېټې غړو هم ګډون درلود، د کرنیزو پروژو او تشبثاتو هر اړخیزې ارزونې وشوې.

د ترسره شویو ارزونو په پایله کې، د هېواد په کابل، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د فعالو یو شمېر کرنیزو شرکتونو لپاره، چې دا مهال د چرګپالنې، وچو میوو پروسس کولو او د غالۍ اوبدلو په برخو کې فعالیت لري، اسلامي تمویل تصویب شو.

یاد تمویل به د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*