د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته

د کرنیزې پرمختیا صندق د مالي مدیریت کمېټې ناسته د دغه صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ  ناسته تر سره کړه.

په دې ناسته کې د هیواد په درېیو ولایتونو کابل، بلخ او کندز کې څلورو کرنیزو شرکتونو ته اسلامي تمویل تصویب شو.

یاد شرکتونه د حبوباتو ، پنبې او غنمو پروسس او دغه راز د کرنیزو او اوبولګولو وسایلو او تجهیزاتو برابرولو په برخو کې فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د صندوق د اړوندو برخو یو شمېر رئیسان او د اسلامي تمویل مدیریت کمېټې غړي هم حاضر وو.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*