د کرنیزې پرمختیا صندوق د شرعي کمېټې ناسته د یادې کمېټې د غړو، ډاکټر نجیب الله صالحی،مولوي احمدالله صابري، استاد احمدشاه حقوقي، مفتي عمران الحیدري او د صندوق یو شمیرغړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د صندوق او پېرودونکو تر منځ د مالي معاملو په اړه د شرعي اصولو پر بنسټ بحث وشو، څو پېرودونکو ته لا زیاتې آسانتیاوې او ډاډ وړ اغېزمن اسلامي مالي خدمتونه برابر شي.
د کرنیزې پرمختیا صندوق تل هڅه کوي چې خپلې ټولې مالي چارې د اسلامي شریعت له اصولو سره سم تنظیم کړي، او دې اصل ته پوره ژمنتیا لري.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته