کرنیزې پرمختیا صندوق د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په درې دېرشم خزاني نندارتون کې چې د کرنې وزارت له خوا « د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار» تر شعار لاندې د څلورو ورځو لپاره د کابل بادام باغ په څېړنیز فارم کې جوړ شوی ٶ ګډون وکړ.
د دې ګډون موخه د عامه پوهاوي لوړول د شريعت د اصولو مطابق د تمويل په اړه، او د کرنيزو او مالدارۍ پروژو کې د پانګونې فرصتونو ورپېژندل وو.
د صندوق د اړیکو او بازارموندنې څانگې مسۅۇلینو له خوا د یاد صندوق د اسلامي مالي محصولاتو آسانتیاوو او چوپړتیاوو د وړاندې کولو د څرنگوالي په هکله د نندارتون گډونوالو ته هر اړخیز مالومات وړاندی شول، چې د گډوانوالو له لوري یې هرکلی وشو.
دغه راز ګڼ شمېر وګړو د صندوق له غرفو څخه لیدنه وکړه چې پکې بهرني وګړي، د بهرنیو مٶسسو چارواکي او استازې هم شامل وو.
د کرنیزې پرمختیا صندوق د خپلو تمویلي محصولاتو له لارې بزګرانو او متشبثینو ته د اسلامي تمویل په چوکاټ کې آسانتیاوې برابروي، څو هغوی وکولای شي د خپلو کاروبارونو د لا ودې او پراختیا لپاره ترې ګټه پورته کړي.
د بادامباغ کرنیز نندارتون، چې د هېواد د لوړو چارواکو، بهرنیو دیپلوماتانو، او سلګونو سوداګرو او متشبثينو په ګډون د تلې په ۹مه پرانېستل شو، د هېواد له سترو کرنيزو نندارتونونو څخه ګڼل کېږي او د تجربو د تبادلې، د محصولاتو د پېژندلو او د نويو همکاریو د رامنځته کولو لپاره ښه فرصتونه برابروي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته