د کرنيزې پرمختیا صندوق د عامل پلاوي او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ توليداتو خونې د مشرتابه ترمنځ د ياد صندوق په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
دا ناسته د کرنيزې پرمختیا صندوق د عمومي رئيس انجنير عبدالغفور غفاري په مشرۍ او د حاصل کوچنيو تمویلاتو مؤسسې عمومي رئيس، د صندوق د اداري او عملیاتي، سوداګرۍ پراختيا او مالي چارو رئیسانو، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ توليداتو خونې د مرستيالانو، د خصوصي شرکتونو رئیسانو او د ميوهجاتو ټولنې د استازو په ګډون ترسره شوه.
په پيل کې، د کرنيزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د صندوق د پروګرامونو، فعاليتونو، مالدارانو، کروندګرو او کرنیزو تشبثاتو ته د اسلامي تمويل د ورکړې څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د خصوصي سکتور سره د پراخو همکاریو پر ژمنتیا یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، د حاصل د وړو تمویلاتو مؤسسې رئيس په هېواد کې د خپلو دفترونو د پراخولو خبر ورکړ، څو د بزګرانو او مالدارانو لپاره مالي سرچینو ته لاسرسی آسانه شي.
ورپسې، د صندوق د مالي او سوداګريزې پراختيا رئیسانو د صندوق فعاليتونه او لاسته راوړنې بيان کړې.
په پای کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ توليداتو خونې مرستيال الحاج میرویس حاجيزاده، د صندوق له همکاریو مننه وکړه او د ملاتړ دوام او پراخوالي غوښتنه یې وکړه، چې د صندوق له لوري د شته شرايطو په نظر کې نيولو سره د لا ډېرو همکاریو ژمنه وشوه.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته