د همغږۍ او ګډو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه ناسته ترسره شوه

د کرنیزې پرمختیا صندوق او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې ترمنځ، د ګډو فرصتونو د همغږۍ او مؤثرې ګټې اخیستنې په موخه، د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیالۍ په تالار کې ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د کرنې او مالدارۍ مرستیال الحاج مو.لوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنیزې پرمختیا صندوق د عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي چارو سلاکار عزیزالرحمن رحماني، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې د مدیره هیئت عمومي رئیس الحاج خان محمد فروتن، د کرنیزې پرمختیا صندوق د کرنیزې سوداګرۍ پرمختیا رئیس محمداسمعیل یما، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې د عامل هیئت رئیس ډاکټر وسیم صافی، د یادې خونې مرستیالانو الحاج اخترمحمد احمدي، الحاج میرویس حاجي زاده او یو شمېر کرنیزو سوداګرو او پانګوالو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د مالي ملاتړ څرنګوالي، سوداګرو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ګډو همکاریو د پراخولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

همدارنګه په ناسته کې د اړوندو ادارو پر فعال رول، د کرنیزو پروژو لپاره د پانګونې موخو پر اهمیت، د هېواد د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او کرنیز اقتصاد د ودې پر اړتیا ټینګار وشو.

د کرنیزې پرمختیا صندوق د هیواد کرنیز سکتور پراخې موخې یعني د کرنیز اقتصاد اعادې  او په اقتصادي وده کې له ونډې څخه د ملاتړ په موخه دخپلو هڅو دوام ته ژمن دی.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*