د صندوق په اړه

د کرنیزې پرمختیا دصندوق په اړه

د کرنیزې پرمختیا صندوق یو دولتي مالي اداره ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر او د صندوق د عالي شورا د رهبرۍ لاندې خپلې چارې پرمخ وړي، د صندوق له سترو مسؤليتونو څخه يو هم د افغانستان کرنیز ډګر کې بزګرانو او د کرنیزو توکو سوداګرو ته مستقيماً او يا هم د منځګړو مالي ادارو له لارې د اسلامي تمويل او تخنيکي چوپړتیاو برابرول دي، چې له همدې لارې غواړي د هېواد کرنيز ډګر معياري، پراخه او پرمختللی کړي.
صندوق د هېواد د کرنيز سکتور په وده او پرمختګ کې يوه مخکښه اداره ده، چې له پيل څخه تر دې دمه يې له (۱۴) څورلس میلیارده افغانيو ډېرې یې بزګرانو او کرنیزو متشتثینو ته د بېلابېلو تخنيکي مرستو سره يوځای وړاندې کړي دي، چې له يادو مالي او تخنيکي تمویلونو هېواد کې له اویا (۷۰) زره ډېرو بزګرانو نېغ په نېغه ګټه اخېستې ده.
صندوق پیاوړی اداري جوړښت، د شرعي سلا مشورو ځانګړې کمېټه، د اسلامي  تمویل اسانتیاو برابرولو په موخه شرعي تګلاره، کاري سیستمونه، په کار پوه او مسلکي روزل شوي کارکوونکي لري، چې د هېواد (٣۴) ولایتونو کې هېوادوالو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.