د حاصل وړو تمویلاتو مؤسسې، د یوې رسمي ناستې په ترڅ کې خپل درې میاشتنی کاري راپور د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس، انجنیر عبدالغفور غفاري ته وړاندې کړ.
په دغه راپور کې د تېرې درې میاشتې مودې په ترڅ کې د مؤسسې د عملیاتي فعالیتونو، تمویلاتي چارو، لوژستیکي خدمتونو، استخدام او بشري سرچینو، او همداراز د معلوماتي ټکنالوجۍ او سیستمونو اړوند فعالیتونه په تفصیل سره بیان شول.
د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس، د حاصل وړو تمویلاتو مؤسسې د کړنو ستاینه وکړه او دا یې د کرنیز سکتور د پراختیا او د اقتصادي هوساینې لپاره یو ارزښتناک او اغېزناک ګام وباله.
د یادونې وړ ده چې د حاصل وړو تمویلاتو مؤسسه د کرنیزې پرمختیا صندوق یوه بشپړه فرعي اداره ده، چې د کرنې د ارزښت لرونکې ځنځیرې ټولو برخو ته د شریعت له اصولو سره سم کوچني مالي خدمات وړاندې کوي.
دا مؤسسه د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په میاشت کې د کرنیزو او مالدارۍ کاروبارونو د ملاتړ په موخه رامنځته شوې ده.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته