د اسلامي تمویل  کمېټې ناسته ترسره شوه

د کرنیرې پرمختیا صندوق د اسلامي تمویل کميټې ناسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د صندوق د اسلامي تمویل د تصویب کمېټې رئیس الحاج مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې چې د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري، د یاد صندوق یو شمېر چارواکو او د مالیې وزارت د مالي او اداري چارو  مرستیالۍ سلاکار، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیالي سلاکار په ګډون د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شوه، د هیواد دوو شرکتونو لپاره چې د لبنیاتو تولید او پروسس کولو او بل یې د پنبې د تولید او پروسس په چارو کې فعالیت کوي، اسلامي تمویل تصویب شو.

د کرنیزې پرمختیا صندوق  د کرنیز سکتور د ودې او پراختیا په موخه، د تل په څیر هڅه کوي، ترڅو کرنیزو تشبثاتو ته د مالي آسانتیاوو په برابرولو سره، قناعت بخښوونکي چوپړونه وړاندي کړي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*