حاصل
د حاصل د کوچنیو تمویلاتو مؤسسه د کرنیزي پرمختیا صندوق یوه بشپړه فرعي برخه ده، چې د کرنې د ارزښت لرونکې ځنځیرې ټولو برخو ته د کوچنیو تمویلاتو خدمات وړاندې کوي. دغه مؤسسه د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په میاشت کې رامنځ شوه او د افغانستان مرکزي بانک څخه یې د فعالیت جواز ترلاسه کړ. یاده مؤسسه په ځانګړي ډول د کرنې او مالدارۍ کاروبارونو څخه د ملاتړ په موخه د شریعت اصولو سره سم مالي محصولات وړاندې کوي، حاصل د هیواد کرنیز سکتور لپاره آسانه مالي خدمات وړاندې کوي، چې نارینه او ښځینه مشتریانو ته د محصولاتو زیاتوالي او د پایښت لپاره یې فرصتونه برابروي. حاصل د کروندګرو او کرنیزو کاروبارونو د ژوند ښه کولو، اقتصادي وده او د کرنیزو ټولنو د پیاوړتیا په موخه خپل ماموریت پرمخ بیایې