وکاله

وکاله

وکاله څه ته وايي؟

وکاله یو عربي لفظ دی چې د نماینده یا نمایندګي په معنی دی.

په اصطلاح کې وکاله هغه تړون ته ویل کیږي چې کله یو شخص (مؤکل) بل شخص (وکیل) د يو مشروع او قانوني فعالیت د اجرا لپاره وګوماري.

وکاله کې عوض اخیستل شرط نه دي، مطلب یو وکیل کولی شي بدون له عوض د یو چا د کار د اجرا کولو مسولیت ومني او همدارنګه د خپل کار په مقابل کې حق الزحمه هم غوښتلی شي.

د مثال په ډول: احمد د خپل زیات مصروفیت له امله نشي کولای چې بازار ته ولاړ شي، نو محمود وکیل ټاکي تر څو د ده لپاره له بازار څخه اجناس وپيري. که محمود (وکیل) له احمد (مؤکل) څخه د دغه کار لپاره پیسې وغواړي د شريعت له اړخه کومه ستونزه نه لري.

د وکالې کړنلاره

د کرنيزې پرمختيا صندوق خپلو مشتريانو ته د وکالې محصول لري، په دې محصول کې به مشتري د صندوق وکيل وي او د صندوق په پيسو به کرنيز توکي پيري او بيا به يې بازار کې د تمام شوي قيمت څخه په لوړه بيه پلوري.

د مثال په ډول: که مشتري یو کيلو وچه ميوه په درې سوه افغانۍ وپيري بیرته یې باید په داسې قيمت وپلوري چې تاوان ونکړي، خپل مصارف، خپل ځان او صندوق لپاره ګټه پکې وسنجوي او بيا يې په هغه نرخ وپلوري، په دې صورت کې باید په درې سوه افغانیو پېرل شوی جنس په درې سوه او پنځوس افغانيو وپلوري ترڅو خپله او د صندوق ګټه دواړه پوره کړای شي.

د وکالې محصول د ترلاسه کولو شرطونه:

  • د اسلامي مالي تمويل غوښتونکی باید د افغانستان تابعيت ولري.
  • د ماليې ورکړې پېژندنې شمېره (TIN) ولري.
  • له اړونده څانګې يا ادارې کاري جواز ولري.
  • کرنيزه سوداګرۍ کې لږ تر لږه يو کال کاري تجربه ولري.
  • په غېر قانوني کړنو کې ښکېل نه وي.
  • کاروبار یی غیر شرعي او غیر قانوني نه وي.
  • د تېر کال مالي راپورونه ولري.
  • د تضمین لپاره جایداد ولري.

د پیسو د بېرته ورکړې پروسه

د پیسو بېرته ورکړه د مشتري او صندوق ترمنځ د ګډ تفاهم له لارې د سوداګرۍ یا فعالیت په نظر کې نیولو سره ټاکل کیږي.

د مثال په ډول: د صندوق وکیل د وچې مېوې تجارت کوي او دا مېوه بيا د هېواد بهر ته صادروي او بیا هلته په خرڅلاو رسیږي نو طبیعي ده چې وخت نیسي.  په همدې اساس صندوق مشتري ته یو، دوه یا هم درې جریانه (Business Cycle) په  نظر کې نیسي تر څو وکولای شي چې اصلي مبلغ جمعه مفاد په اسانۍ سره میاشتني، ربعوار او یا هم په یو وار بېرته د صندوق بانکي حساب ته جمع کړي.

په وکاله کې د ګټې د اندازې ټاکنه

د کرنیزې پرمختیا صندوق د تجارت نوعیت، ظرفیت، او خطراتو له ارزیابۍ وروسته خپل مفاد د ۶٪ څخه تر ۱۵٪ پورې ټاکي.

د مثال په ډول: صندوق یو سوداګر خپل وکیل ټاکي ترڅو د صندوق په وکالت د هېواد له بزګرانو څخه د يو ميليون افغانيو په قيمت وړۍ وپيري، له هغه څخه تار جوړ کړي او په بازار کې يې په لس سلنه ګټه باندې وپلوري، نو وکیل مکلف دی چې اصل مبلغ جمعه ګټه صندوق ته وسپاري.

که چېرته وکیل وکولای شول چې یاد جنس له ټاکل شوي نرخ څخه په لوړه بیه وپلوري نو ترلاسه شوې اضافه ګټه وکیل ته ورکول کیږي. د مثال په ډول: که یاد جنس له ټاکل شوي نرخ چې یو میلیون او سل زره افغانۍ دی په لوړه بیه وپلوري نو اضافه ترلاسه شوې ګټه وکیل ته ورکول کیږي.

که چېرته وکيل ونشي کولای چې ټاکل شوي نرخ باندې جنس خرڅ کړي نو باید مؤکل (صندوق) په جریان کې کړي، تر څو  د وروستي اقداماتو په اړه ورته لازمې لارښوونې وکړي، د بازار حالاتو له څېړلو وروسته تصمیم ونیسي او وکیل ته هدایت ورکړي تر څو ياد جنس په لږه ګټه یا هم په تاوان وپلوري.

التزام بالتصدق  

 د تړون په لومړي پړاو کې د وکیل څخه یو اړخه لیکلی تعهد اخيستل کيږي چې که چېرته وکیل د ورکړل شوي تقسیم اوقات مطابق په قصدي توګه پخپل وخت صندوق ته پيسې ورنکړي، نو د دواړو لوریو ترمنځ د تعین شوي فیصدۍ له مخې وکیل مکلف دی چې ياده فيصدي د خيريه بنسټونو له لارې صدقه کړي.

د يادونې وړده چې صندوق د حاصل په نوم خيريه بنسټ لري چې د هېواد بې وزلو او بزګرانو ته ياده فيصدي رسوي.

په وکاله کې تاوان

که چېرته تاوان د مشکلاتو له وجې نه وي رامنځته شوي نو پدې صورت کې مؤکل باید تاوان په غاړه واخلي او وکیل په هېڅ صورت په تاوان کې شریک ندی.

وکاله کې د تاوان په اړه اکثره علماء پدې متفق دي چې که چېرته تاوان د وکیل د بې پروايۍ، قصدي خطا، چل و فریب او یا هم د تړون د مادو مخالفت په وجه رامنځته شوي نو وکیل مکلف دی چې مؤکل ته د تاوان جبران ورکړي.