مرابحه

مرابحه

مرابحه څه ته وايي؟

مرابحه د خرڅلاو هغه تړون ته وايي؛ که چېرې يو شخص د يو ټاکلي جنس د اخيستلو اراده وکړي، بيا يو مالي نهاد يا سوداګر ته دا جنس په ګوته کړی او هغوي يې ورته واخلي د تمام شوی قیمت جمع د معلومې ګټې د ټاکلو څخه وروسته يې په نوموړي شخص وپلوری.

د مثال په ډول: يو بزګر يو عراده تراکتور ته اړتيا لري چې درې سوه زره (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ قيمت لري، خو نوموړي سره دومره پيسې نشته چې ويې پېري، نو يو بانک او يا هم یو مالي نهاد ته مراجعه کوي او هغوي ته د ياد تراکتور نوعيت او ماډل په ګوته کوي، سوداګر يا مالي نهاد همدا تراکتور اخلي او تر بشپړ واک لاندې راوستلو څخه وروسته يې بزګر پر درې سوه شل زره(۳۲۰۰۰۰) افغانۍ خرڅوی، چې بزګر به دا پيسې په ربعوار، مياشتني او يا هم يو وار ياد بانک يا مالي نهاد ته سپاري.

صندوق څه ډول مرابحه کوي؟

د پیرودونکي د غوښتنلیک د ترلاسه کولو وروسته د صندوق لخوا د پیرودونکي د کاروبار ارزیابي ترسره کیږي په کوم کې چې د مشتري فعالیت جواز، مالي راپورونه او نور اړین اسناد څېړل کیږي. که چېرته مشتري واجد شرائط وموندل شي نو په هغه صورت کې صندوق د مشتري د ضرورت وړ اجناس له آزاد بازار څخه پیري او د ملکیت د ترلاسه کولو وروسته یې په مشتري باندې د معلومې ګټې په مقابل کې پلوري.

د مرابحې محصول د ترلاسه کولو شرطونه:

  1. د اسلامي مالي تمويل غوښتونکی باید د افغانستان تابعيت ولري.
  2. د ماليې ورکړې پېژندنې شمېره (TIN) ولري.
  3. له اړونده څانګې يا ادارې کاري جواز ولري.
  4. کرنيزه سوداګرۍ کې لږ تر لږه يو کال کاري تجربه ولري.
  5. په غېر قانوني کړنو کې ښکېل نه وي.
  6. کاروبار یی غیر شرعي او غیر قانوني نه وي.
  7. د تېر کال مالي راپورونه ولري.
  8. د تضمین لپاره جایداد ولري.

د پیسو د بېرته ورکړې پروسه

د پیسو بېرته ورکړه د مشتري او صندوق ترمنځ د ګډ تفاهم له لارې د کاروبار یا فعالیت ددوران په نظر کې نیولو سره ټاکل کیږي، د مثال په ډول: که چېرته د مرابحې تړون د شرکتونو، بزګرانو ، کوپراتيفونو او یا هم د کرنیزو اتحاديو سره وي نو د بېرته ورکړې موده د یو څه مهلت څخه وروسته په میاشتني، ربعوار او یا هم په یو ځل ټاکل کیږي.

اداري او عملیاتي مصارف:

مخکې له دې چې صندوق د مشتري سره د مرابحې تړون ترسره کړي یو لړ اداري او عملیاتي مصارف منځ ته راځي، د مثال په ډول: د تړون اماده کول، د تجارت د ليدلو او ارزيابۍ په موخه د تجارت ساحې ته سفر او ځینې نور مصارف د صندوق په غاړه دي، مګر د تضمین د ثبت، د جایداد قیمت ګذاري او د مالي راپور د ترتيب مصارف د مشتري پر غاړه دي.

 

مرابحه کې د ګټې د اندازې ټاکنه

د کرنیزې پرمختیا صندوق د مشتریانو د کاروبار  نوعیت، ظرفیت، او خطراتو له ارزیابۍ وروسته خپل د مفاد سلنه د ۶٪ څخه تر ۱۵٪  پورې ټاکل کیږی. د مثال په ډول: د بزګرانو اتحادیو ته د جنس اخيستلو وروسته په هغوی د مفاد کچه تر ټولو ښکته ټاکل کیږي. همدا راز ښځینه متشبثینو ته هم په کمه سلنه مالي تمویل په نظر کې نیول کیږي.