لید لوری او موخې

ليد لوری او موخې:

ليدلوری:

بزګرانو او کرنيزو سوداګرو ته د مالي تمويل او تخنيکي خدمتونه وړاندې کول او د هېواد د کرنیز اقتصاد پرمختګ کې فعال ګډون د صندوق بنسټيزه دنده ګڼل کېږي.

موخې:

د صندوق بنسټيزې موخې:
  • د کرنيز سکتور د ودې او پراختیا په موخه مالي تمویل او تخنيکي خدمتونه برابرول.
  • د تخنیکي او مشورتي چوپړتياو له لارې د کرنیزو ارزښتناکو کړيو پیاوړي کول.
  • بزګرانو او ګرنيزو سوداګرو ته غوره او بهترين محصولات برابرول.