صندوق

د کرنیزې پرمختیا دصندوق په اړه

د کرنیزې پرمختیا صندوق یو دولتي مالي اداره ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر او د صندوق د عالي شورا د رهبرۍ لاندې خپلې چارې پرمخ وړي، د صندوق له سترو مسؤليتونو څخه يو هم د افغانستان کرنیز ډګر کې بزګرانو او د کرنیزو توکو سوداګرو ته مستقيماً او يا هم د منځګړو مالي ادارو له لارې د مالي تمويل او تخنيکي چوپړتیاو برابرول دي، چې له همدې لارې غواړي د هېواد کرنيز ډګر معياري، پراخه او پرمختللی کړي.
صندوق د هېواد د کرنيز سکتور په وده او پرمختګ کې يوه مخکښه اداره ده، چې له پيل څخه تر دې دمه يې له (۱۱) يوولس میلیارده افغانيو ډېرې یې بزګرانو او کرنیزو متشتثینو ته د بېلابېلو تخنيکي مرستو سره يوځای وړاندې کړي دي، چې له يادو مالي او تخنيکي تمویلونو هېواد کې له شپېته (۶۰) زره ډېرو بزګرانو نېغ په نېغه ګټه اخېستې ده.
صندوق پیاوړی اداري جوړښت، د شرعي سلا مشورو ځانګړې کمېټه، د اسلامي مالي تمویل اسانتیاو برابرولو په موخه شرعي تګلاره، کاري سیستمونه، په کار پوه او مسلکي روزل شوي کارکوونکي لري، چې د هېواد (٣۴) ولایتونو کې هېوادوالو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.