د رئیس پیغام

انجنير عبدالغفور غفاري

بریښنالیک

info@adf-af.org

شمېره

35 48 250 020

ویب پاڼه

www.adf-af.org

د رئیس پیغام

کرنه د افغانستان د ثبات اساس جوړوي چې اوبه، ځمکه، اصلاح شوي تخمونه، د کار وسایل او بزګر د کرنې بنسټیز عناصر دي او د کرنیزې پرمختیا صندوق ټولو دغو برخو کې کار کولو او پانګونې ته ژمن دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.
په حقيقت کې کرنه نه یواځی د هېوادونو د ملا د تير ارزښت لري، بلکه پرمختللې کرنه د هېوادونو پرمختګ او سوکالي تضمينوي، کرنې او لاسته راوړنې يې د هېوادونو صادراتو او وارداتو کې ارزښتمند رول لري، چې د اقتصاد له پلوه پياوړي صادرات هېوادونه د سوکالۍ پر لور بيايي او يواځې دا نه چې د نورو له محتاجۍ او بې وزلۍ يې خلاصوي، بلکې نور ډېر هېوادونه چې کمزورې کرنه او مالداري ولري ورته اړمنده او محتاج وي.
د کرنيزې پرمختيا صندوق بزګرانو او کرنيزو سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې د کرنې د پرمختيا په موخه به موږ خپلې همکارۍ او مرستې ته دوام ورکوو او د لا ډېر پرمختګ لپاره به جدي هڅې وکړو.

زراعت
اقتصاد
منیجمنټ